د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

هرات کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ


وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.
وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.

په هرات کې د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبې د پشتون پل په لوبغالي کې ترسره شوې.

نوموړي وویل، دا سیالۍ د وزلوبې د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو په هدف جوړې شوې دي.

قاري زاده وویل چې وزلوبه د هرات د اوسېدونکو ډېره پخوانۍ عنعنوي لوبه ده چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG