د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په بلخ کې وزلوبه وشوه


آرشیف- عکس تزئیني بڼه لري
آرشیف- عکس تزئیني بڼه لري

په بلخ ولایت کې وزلوبه وشوه.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې یادې سیالۍ له بلخ ولایت د پنځو ولسواليو لوبغاړو په ګډون د یوې ورځې لپاره 'پرون' ترسره شوې.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، عبدالصبور پهلوان او ګلبدین پهلوان د دې سیالیو اتل چاپندازان ونومول شول او د نغدي جایزیو ترڅنګ ورته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د بدني روزنې او ورزش ریاست د دغو سیالیو موخه د کابل لیګ ته د بلخ ولایت د چاپندازانو چمتو والی ښودلی دی.

ټاکل شوې د کابل لیک د سړې هوا په کمېدو سره د راتلونکي یو میاشت په لړ کې په کابل کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG