د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

په کندز کې د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ پیل شوې


کندوز کې د وزلوبې سيالي
کندوز کې د وزلوبې سيالي

بزکشي یا وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلکو ترمنځ ډېر مينه‌وال لري.

په کندز ولایت کې هر جمعه د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د بزکشۍ سیالۍ ترسره کېږي او نندارۍ ته يې پر کندز سربېره له شاوخوا ولایتونو هم زیات شمېر خلک راځي.

ددې لوبې یو مينه‌وال ۶۰ کلن عبدالرحیم ازادي راډيو ته وویل: "بزکشي یو عنعنوي ورزش دی او دې لوبې په سمت شمال ولایتونو کې ډېره وده کړي ده او موږ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوو، چې د دې دودیزې لوبې د ودې په خاطر لا زیات کار وکړي."

"بزکشۍ یو عنعنوي ورزش دی

د وزلوبې یو شمېر مينه‌وال وايي، دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او هر افغان باید خپل کلتور وساتي ترڅو له یو نسل بل نسل ته انتقال شي.

دېرش کلن نازک میر چې له چهاردرې ولسوالۍ څخه د بزکشۍ نندارۍ ته راغلی وايي: "په کندز ولایت نور د سېل او سرګرمۍ لپاره بل څه پارکونه او ځایونه نه‌شته دی، نو همدا یو د دورې سر ميدان چې دلته هر جمعه خلک د بزکشۍ نندارې ته راځي. خو دلته د ننداره‌چیانو لپاره د ناستې ځای نه‌شته. موږ تمه لرو چې چارواکي دلته د ننداره‌چیانولپاره د ناستې مناسب ځایونه جوړ کړي."

په کندز ولایت کې د بزکشۍ سیالۍ پیل شوی دي
په کندز ولایت کې د بزکشۍ سیالۍ پیل شوی دي

د وزلوبې وسيله يو خوسی یا هم ښه غټه وزه وي چې له حلالولو او د نس پاكولو وروسته، هغه د ۲۴ ساعتونو لپاره د اوبو منځ كې اېښودل كېږي څو د پوستكي مقاومت يې ډېر شي او د خوسي وزن له ۴۰ څخه تر ۵۰ كيلوګرامو پورې وي.

عبدالستار الهام چې د بزکشۍ اسونه لري وايي، اوس دوی په وزلوبه کې له مصنوعي خوسي ګټه اخلي.

په دې ولایت کې د بزکشۍ ډېرې ښې لوبې ترسره کېږي."

نوموړی وايي: "په کندز کې زیات شمېر کسانو د بزکشۍ اسونه اخیستي دي او د خلکو ترمنځ د اسونو د ساتنې او روزنې دود بېرته ژوندی شوی دی او په دې ولایت کې د بزکشۍ ډېرې ښې لوبې ترسره کېږي."

د وزلوبې د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړی چې د چاپ انداز په نامه يادېږي، د اس په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزمنو تمرينونو وروسته په لوبو كې د ګډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي.

کندوز کې وزلوبې ته راغلي ننداره‌چيان
کندوز کې وزلوبې ته راغلي ننداره‌چيان

محمداسماعیل پهلوان ازادي راډیو ته وویل: "زه د کندز د بزکشۍ دمنتخب ټیم غړی یم. که څه هم د بزکشۍ میدان خټه دی، خو بیا هم موږ نن دلته د خلکو د خوښۍ او سرګرمۍ په خاطر د بزکشۍ سیالي ترسره کوو او تاسې وینئ چې زرګونه خلک د لوبې نندارې ته راغلي دي."

دکندز د وزلوبې د فدراسیون چارواکي وايي، چې دوی د چاپ اندازانو د غوراوي په هدف په دې ولایت کې د بزکشۍ ژمنۍ سیالۍ پیل کړي دي.

تاریخ‌پوهان د وزلوبې د رامنځته كېدو نېټه د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي.

ویل کېږي چې په هغه وخت كې به اريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې له‌خوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به‌يې ژوندي د هغوی له پوځي پنډغالو څخه له ځان سره وړل، خو بیا وروسته دغې جګړه‌ييزې وړتيا د ورزش بڼه وموندله.

XS
SM
MD
LG