د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

په پکتیکا کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې


آرشیف
آرشیف

په پکتیکا کې د وزلوبې سیالۍ د شالګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیاليو کې تر ٨ ډېرو لوبډلو برخه اخیستې وه چې ښې وځلېدې.

نوموړي د سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او د لوبغاړو د مهارتونو لوړول وباله.

دغه سیالۍ په پکتیکا کې د سولې او یووالي تر عنوان لاندې نن ترسره شوې.

وزلوبه د افغانستان یوه پخوانۍ دوديزه لوبه ده چې ګڼ مینه وال لري.

XS
SM
MD
LG