د یو شمېر زده کوونکو ادعا: د امارت پېژندنې د کتاب مطالعې او په ازموینه کې ګډون ته اړ شوي یو

د طالبانو له ازموينو یو انځور

یو شمېر زده کوونکي چې د امارت پېژندنې ازموینه یې ورکړې، وايي چې په ازموینه کې د ګډون لپاره اړ ایستل شوي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زده کوونکي وايي چې د امارت پېژندنې په ازموینه کې د طالبانو د نظام د جوړېدو د څرنګوالي، د دوی د فعالیت د پیل، موخو او د طالبانو د حکومت د تاریخچې په اړه ترې پوښتنې شوي دي.

دغه زده کوونکي ادعا کوي چې د امارت پېژندنې د کتاب مطالعې او په ازموینه کې ګډون ته اړ شوي دي.

دوی وايي، په داسې حال کې ترې د امارت پېژندنې ازموینې اخيستل کېږي چې د درسي توکو او مسلکي ښوونکو کمښت یې په ښوونځیو کې جدي ننګونې دي.

په پروان ولایت کې د یوې لېسې زده کوونکی چې د امارت پېژندنې ازموینه یې ورکړه د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له موږ یې ازموینه واخيسته، له ازموینې وړاندې یې د امارت پېژندنې کتابونه راکړل، که څه هم موږ د کتابونو او استادانو کمی لرو، خو له موږ یې ازموینه واخيسته او ټولې پوښتنې یې د امارت اړوند وې."

د زده کوونکو په خبره د طالبانو د امارت پېژندنې کتابونه چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت له لوري په ښوونیزو مرکزونو وېشل شوي منځپانکه یې تر ډېره د طالبانو د تاریخچې، د دوی د مشرانو موخو او عقاید په اړه ده.

په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له سلګونو زده کوونکو د امارت پېژندنې ازموینې اخېستې او هغوی چې په کې ځلېدلي، ډالۍ یې هم ورکړي دي.

په خوست کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

په بلخ ولایت کې یو بل زده کوونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې نوم یاد شي هم ادعا کوي چې د امارت پېژندنې ازموینې یې ورځني درسي چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: "یو ورځ ښوونځی رخصت و، موږ یې د لامل پوښتنه وکړه ویل یې چې له ښوونکو د امارت پېژندنې ازموینه اخلو او ښايي په راتلونکې کې له موږ زده کوونکو هم د امارت پېژندنې ازموینه واخلي."

طالب چارواکي بیا وايي، د امارت پېژندنې د کتابونو وېش او د ازموینو د اخیستلو موخه د طالبانو د کړنو په اړه د پوهاوي رامنځته کول دي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د پوهنې رئیس محمد شریف عثماني چې تازه یې په دغه ولایت کې د امارت پیژندنې د ازموینې پرمهال یوې غونډې ته خبرې کړي او د خبرو جریان یې د بلخ له ملي تلوېزیون څخه خپور شوی په دې اړه ویلي: "موږ باید د محصلینو فکرونه جوړ کړو او په ورته وخت خپل هغه هم جوړ کړو او د خپلو زده کوونکو ذهنونه برابر کړو."

خو په جبري توګه د دا ډول کړنو پلي کول په ټولنه کې څه اغېزې لرلای شي په اړه یې د زده کړو د برخې فعال او د پوهنتون استاد شفیق الله شفیق وايي: "زما په فکر کې د دا ډول ازموینو اخیستل د ټولنې د فرهنګي او فکري تنوع په پام کې نه نیول دي، طالبان په دا ډول کړنو ټولنه له فکري تنوع څخه راګرځوي او غواړي چې ټول طالبان شي."

تر دې دمه د امارت پېژندنې ازموینې په کابل، پنجشېر، دایکندي، بامیان، بغلان، جوزجان، غزني، پروان، تخار، لوګر، کندهار، خوست، غور، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې اخیستل شوي دي.

په بغلان او غزني کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون د دغه ولایتونو په زندانانو کې د امارت پېژندنې د ازموینې له اخېستلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ۳۰۰ بندیانو پکې برخه اخیستې ده.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د امارت پېژندنې ازموینې په داسې حال کې اخېستل کېږي چې په ورستیو اوونیو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بازارونو د هغه کتابونو د راټولولو لړۍ هم پیل کړې چې د دوی په خبره یې محتویات یې له اسلامي او افغاني اررښتونو سره په ټکر کې دي چې دې چارې د کتاب د مطالعې د مینه والو توند غبرګونونه هم راپارولي دي.