اوچا: د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۶،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستې شوي

ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته سپارل شوې د ډالرو کڅوړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۶،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې شوي دي.

اوچا ویلي، سره له دې چې په تېرو درېیو کلونو کې چې په افغانستان کې واک طالبانو ترلاسه کړی د اړمنو افغانانو سره په بېلابېلو بشري برخو کې ۶ عشاریه ۷ میلیارده ډالره مرسته شوې، خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران لا هم دوام لري.

د اوچا د شمېرو له مخې، له دې مالي مرستو سره سره، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو ډېر دی.

اوچا پرون یکشنبه د نومبر درېیمه په یو راپور کې ویلي چې د دغو مرسته ډېره برخه په ۲۰۲۲م کال کې رسولي چې ۳ اعشاریه ۳ میلیارده ډالره کېږي.

په راپور کې راغلي چې دوی دغه مرستې په روغتیایي، د اقلیم بدلون له امله د رامنځته شویو طبیعي پېښو، اقتصادي کړکېچ او بې‌وزلۍ، د سیاسي بدلونونو له امله د رامنځته شویو زیانونو او د قحطۍ د مخنیوي د هڅو لپاره لګولي دي.

دغې ادارې د بې‌وزلۍ او بشري ناورین په کمولو کې د نړیوالو مرستو مثبتې اغېزناکه بللي او زیاته کړې یې ده چې "افغانستان لا هم د طبیعي پیښو، د اقلیم د بدلون او جیوپولیټیکل بدلونونو له امله له ګڼو زیانونو سره مخ دی."

ارشیف: په نیمروز کې دغه مېرمنې د بې‌وزلۍ له کبله سوال کولو ته اړې شوې دي.

دغه ادارې خبرداری ورکړی چې که د نړیوالو له لوري د مرستې کچه کمه شي بشري لاسته راوړنې به په چټکۍ له لاسه ورکړل شي او زیانمن افغانان به یوځل بیا له زیاتو کړاوونو او زیانونو سره مخ شي.

اوچا په خپل دغه راپور کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوم قانون او پر ښځو او نجونو یې د محدودیتونو د اغېزو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له دې امله به په هېواد کې بشري ناورین لا پسې دوامداره شي.

که څه هم د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د تېر په پرتله د دوامدارو جګړو د نشتون له امله لرې پرتو سیمو ته لارسرسی ښه شوی او بشري مرستو ته یې د اړمنو افغانانو د اړتیا کچه د پام وړ راټیټه کړې، خو ځینې بې‌وزله کورنۍ وایي لا هم مرستې نه دي ورسېدلي او له سختو اقتصادي کړاوونو سره مخ دي.

ګلدسته وايي: چې طالبان راغلي ما د مرستو مخه نه ده لیدلې، نه کومه مرسته راسره شوې، ښایي نورو خلکو سره شوي وي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې او د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستې ګلدستې ازادي راډیو ته وویل: "چې طالبان راغلي ما د مرستو مخه نه ده لیدلې، نه کومه مرسته راسره شوې، ښایي نورو خلکو سره شوي وي، زه خپله دغو کورونو ته د کار لپاره ځم او ماشومانو ته مې دومره څه پیدا کوم چې دا خپل ساه مو پرې ساتلې، نه خپلې ناروغۍ ته اونه د خپل جامو ته رسېدی شم، نو ډېر مې اقتصاد کمزوری دی، د ټول افغانستان اقتصاد خراب دی، دوی(طالبان) خلک کار ته نه پرېږدي، بېرون مو نه پرېږدي خصوصاً زه چې یوه ښځه یم، نو څه به وکړم؟"

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عزت خان وویل: "کېدای شي ملګرو ملتونو همدومره مرستې کړې وي، خو زموږ خلک او موږ خپله له بېچاره‌ګۍ او سختې بې‌وزلۍ سره مخ یو، دا مرستې بسنه نه شي کولای، زه خپله چې یو معلم یم، په شپږ زرو افغانیو تنخوا به مې د کورنۍ کومې ستونزې حل کړم، اول خو دا مرستې موږ ته نه رارسېږي چې راورسېږي هم هغه کمه اندازه خوراکي توکي وي، د موږ افغانانو ستونزې نه شي حلولی."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې لا هم په ټول افغانستان کې له ۲۳ میلیونو زیات خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په کابل کې د یوې نانواي مخې ته ډوډۍ ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان

خو له دې وړاندې اوچا په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په افغانستان کې د ۲۳عشاریه ۷ میلیونه وګړو او دغه راز په ۲۰۲۱م کال کې بیا د ۲۹.۲ میلیونو افغانانو بېړنیو بشري مرستو ته د اړتیا خبره کړې وه.

واک د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې ده.

د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ایچ‌اې" په وروستي راپور کې چې د روانې اکټوبر په ۱۳مه خپور شوی، راغلي چې افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.