اسراييل پر ايران بريد وکړ؛ يوشمېر پوځي اهداف يې په نښه کړي دي

پر ايران د اسراييل د بريد يو انځور

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې وویل، د ایران رژیم او په سیمه کې د ایران نیابتي ډلې د پروسږکال اکتوبر له اوومې راپه‌دې‌خوا په پرله‌پسې ډول پر اسراییلیانو بریدونه کوي چې په دغو کې د ایران له خاورې په مستقیم ډول هم پر اسراییل حملې وشوې.

په‌دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې، د اسراییل دولت د نړۍ د بل هر خپلواک هېواد په څېر حق لري چې ځواب ورکړي.

د اسراییل دفاعي ځواکونو وویل چې د دوی پوځ دقیق بریدونه کوي.

ایران د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر اسراییل د توغندیو برید کړی و، هغه وخت اسراییل ویلي و چې خپل غچ به اخلي.

د ایران دولتي تلوېزیون وویل، د تهران شاوخوا څو سترې چاودنې اورېدل شوې دي.

نیمه دولتي ایراني رسنیو ویلي دي، تهران ته څېرمه په کرج ښار کې هم چاودنې اورېدل شوې دي.

د اسراییل دفاعي ځواکونو وویل چې د دوی پوځ دقیق بریدونه کوي.

د سوریې دولتي تلوېزیون هم خبر ورکړ چې، د پلازمېنه دمشق په لمنو او مرکزي سیمو کې هم چاودنې اورېدل شوې دي.

ایران د اکتوبر په لومړۍ نېټه شاوخوا دوه سوه بالستیک توغندي د اسراییل پر لور ویشتلي و او دا په تېرو شپږو میاشتو کې دوهم ځل و چې ایران ورته اقدام کړی و.

ایران د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر اسراییل د توغندیو برید کړی و، هغه وخت اسراییل ویلي و چې خپل غچ به اخلي.

د اسراییل دفاع وزیر تېره اوونۍ دومره ویلي و چې د ده په وینا دښمن به چې هڅه کوي اسراییل ته زیان ورسوي، درنه بیه به پرې کړي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ټینګار وکړ چې، واشنګتن هڅه کوي په سیمه کې شخړې پراخې نه‌شي او د چهارشنبې په ورځ یې دا هم وویل چې تمه لري د اسراییل انتقام اخیستل د شخړې د پراخېدو سبب نه‌شي.

سي‌این‌این تلوېزیون د سپینې ماڼۍ د یوې سرچینې په وینا خبر ورکړ چې واشنګتن په‌دې برید کې لاس نه‌لري.

سي‌این‌این تلوېزیون د یوشمېر اسراییلي سرچینو په وینا ویلي دي، اسراییل د ایران انرژي او اټومي تاسیسات نه‌دي په نښه کړي.