د ترکیې د اوسني ولسمشر مخالف او په ناکامه کودتا تورن فتح‌الله ګولن ومړ

فتح الله ګولن د یکشنبې په ورځ د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.

د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف او د هغه پر ضد د ناکامه کودتا تورن فتح‌الله ګولن د یکشنبې په ورځ د ۸۳ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ.

ګولن ته د نژدې سرچینو راپورونه وايي چې ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یوه روغتون کې وفات شوی دی.

دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.

"هرکول" وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ. ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.

په ترکیه کې ځینو رسنیو لکه این‌ټي‌وي او هابر په امریکا کې د ګولن د نژدې کسانو له قوله د نوموړي د مړینې خبر ورکړی، خو د ترکیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فتح‌الله ګولن نوم د ۲۰۱۶م کال د دوبي په نیمایي کې په ترکیه کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې اردوغان ګولن په کودتا تورن کړ او د هغه د جریان د ماتې اعلان یې وکړ.

له دې کبله زرګونه کسان چې له پوځ، قضایي ادارو، دولتي ادارو، او د پوهنتونونو او ښوونځیو ښوونکي وو، ونیول شول او محاکمه شول.

له ۱۰۰زرو څخه زیات دولتي کارکوونکي چې په کې ډاکتران، کارمندان، پوهان او ښوونکي شامل دي، له فتح‌الله ګولن سره د اړیکې په تور له دندو څخه و، لرې کړل شول.

د ترکیې حکومت د خدمت غورځنګ تر مدیریت لاندې په ټوله نړۍ کې د شخصي ښوونځیو د شبکې د تړلو لپاره تر فشار لاندې راوسته چې په ډېرو مواردو کې بریالی شو.

ګولن په دې دلیل مشهوره شو چې ویل یې ځوانان په ترکیه کې خپله لار له لاسه ورکړې او تعلیم او روزنه یې تر ټولو غوره ځواب دی.

د فتح‌الله ګولن خدمت غورځنګ لومړی له ښوونځیو څخه خپله فعالیت پیل کړ او بیا یې په بیلابیلو سیمو کې په ترکیه او ټوله نړۍ کې تعلیمي موسسې پرانیستلې.

فتح‌الله ګولن د ترکیې دننه او له هغې دباندې د یوه پیاوړي اسلامي خوځښت بنسټ ایښودونکی و، خو د خپل ژوند وروستي اته کلونه یې په داسې حال کې تېر کړل چې د رجب طیب اردوغان پر ضد په کودتا تورن و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

هغه د رجب طیب اردوغان له لومړنیو ملاتړ کوونکو او متحدانو څخه و چې د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو په لاره کې یې د عدالت او پراختیا ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه، خو وروسته یې له اردوغان سره اړیکې سختې خرابې شوې.

فتح‌الله ګولن د داسي معتدل اسلام د خپرولو له امله مشهور و چې په کې پر انسان‌دوستۍ تمرکز کېده.

د خدمت غورځنګ پلویانو په دولتي ادارو، قضایي نظام او پوځ کې نفوذ کړی و.

خو د ترکیې حکومت د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې خدمت غورځنګ په رسمي ډول د یو ترهګر سازمان په توګه اعلان کړ.

د "کودتا د ماتې" له اعلان وروسته، اردوغان او هغه نوي مسوولان چې د پوځ، پولیسو او قضایي قوې لپاره ټاکل شوي وو، اعلان وکړ چې د "موازي دولت" غړي به له هېواده وباسي او نور به د ګولن ملاتړ شوي عناصر په حکومتي چارو کې نفوذ ونه لري.

فتح‌الله ګولن د کودتا په طراحي کې د لاس لرلو تورونه رد کړي وو او اردوغان یې په دې تورن کړی و چې د حکومتي بنسټونو د زیاتې واک او کنټرول لپاره هڅه کوي.

د باراک اوباما او ډونالډ ټرمپ د حکومتونو په دوره کې امریکا د ترکیې هغه غوښتنه، چې ګولن ورته وسپاري تر څو په خپل هېواد کې یې محاکمه کړي، په عمل کې رد کړې وه.