د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۰۰

ټرمپ:تر څو چې ترکیه امریکايي کشش خوشې نه کړې په وړاندې به یې دریځ نرم نه کړم


د امریکا ولسمشر وایي، د ترکیې په وړاندې به خپل دریځ ترهغو نرم نه کړي چې انقرې امریکایي کشش خوشې کړی نه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې په ترکیه کې د یوه امریکایي پادري د خوشې کولو لپاره به د ترکیې هېڅ یوه غوښتنه ونه مني.

ټرمپ وویل، دی دې ته هم اندېښنه نه لري چې د ده سخت دریځ به د دغه اروپایي او پر یوه پیاوړي اقتصاد د بدلیدو په حال کې هېواد ته زیان ورسوي.

ټرمپ له رویټرز آژانس سره په مرکه کې وویل، ده له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره موافقه کړې وه چې په اسراییل کې د یوې ترکۍ د خوشې کېدو لپاره به پر اسراییل فشارراوړي چې هغه خوشې کړي او اسراییل هم دا کار وکړ او اردوغان به هم امریکایي پادري اندریو برنسون پرېږدي چې له دې هېواده ووځي.

امریکايي کشش اندریو برنسون
امریکايي کشش اندریو برنسون

ټرمپ زیاته کړه، ده خپله ژمنه پرځای کړې خو د خواشینۍ خبره ده چې د ده سیال اردوغان تراوسه دا کار نه دی کړی.

برنسون د انقرې له خوا د ترورېزم په ملاتړ تورن شوی او اوس په هغه هېواد کې نظربند دی او که مجرم وپیژندل شي، د ۳۵ کلونو بند په سزا به محکوم شي.

ترکیه له امریکا غواړي چې په هغه هېواد کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن چې انقرې په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې پوځي کودتا اصلي طراح بللی، ور وسپاري.

ګولن پرخپل ځان لګول شوي تورونه ردکړي او واشنګټن هم ترکیې ته د هغه له سپارلو ډډه کړې ده.

د انقرې او واشنګټن ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ په ترڅ کې ټرمپ د ترکیې د المونیمو او وسپنې پرصادراتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي چې په نتیجه کې یې د دې هېواد پیسې لیرې خپل ارزښت په بیساري ډول له لاسه ورکړی دی.

اردوغان پرون تور پورې کړ چې د ترکیې پر اقتصاد حمله شوې خو د ده په خبره ترکیه دا توان لري چې له دغه مالي بحرانه ځان وباسي.

ترکیه او امریکا چې دواړه د ناټو غړي او کلک متحدین دي، ترمنځ یې اړیکې د ځینو نورو مسلو پر سر هم خرابې شوې.

ترکیه او امریکا د ناټو غړي دي
ترکیه او امریکا د ناټو غړي دي

یوه هم د انقرې له خوا له مسکو نه د «اس۴۰۰» ډوله هوایي مدافعې د توغندیو پیرل دي چې واشنګټن ورسره مخالف دی.

ترکیه غواړي له هغه هېواده دغه پرمختللې وسلې وپیري چې امریکا پرې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، که مسکو هغه څه وکړي چې د امریکا په ګټه وي، پردې هېواد د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو به غور وکړي.

له رویترز سره په مرکه کې ټرمپ له خپل روسي سیال ویلادمیرپوتین سره د هیلسنکي په کتنه کې د هغو مسایلو په اړه چې ده په خصوصي توګه له پوتین سره پرې خبرې کړي هم رڼا واچوله او ویې ویل چې د اسراییل د امنیت، د سوریې د وضعیت او د روسیې له خوا د اکراین د کریمیا ټاپووزمې د الحاق او همداشان د نورډ سټریم دوه پایپلاین په اړه چې جرمني ته به له روسیې ګاز لېږدوي، له پوتین سره خبرې کړي.

خو ټرمپ وویل چې په دې کتنه کې پوتین دا مسله چې امریکا دې پرروسیې بندیزونه لیرې کړي، نه ده راپورته کړې خو له دې سره سره به دی د دغو بندیزونو پر لېرې کولو غور وکړي که د سوریې او اکراین په څیر ځینو برخو کې روسیه رغنده ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه که مسکو هغه څه چې موږ یې غواړي ترسره کړي دی به هم د لګول شویو بندیزونو پر لیرې کولو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG