د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

ترکیه له امریکا ځکه خواشینې ده چې فتح‌الله ګولن نه ورسپاري


ترکیې له دې خواشیني ښودلې چې امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته د فتح‌الله ګولن د مستردولو لپاره اقدام نه‌دی کړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو له امریکا نه د فتح‌الله ګولن د نه‌استرداد په برخه کې د خپل هېواد د زغم د پای ته رسېدو خبره کړې.

ګولن یوه پېژندل شوې ترکي څېره ده چې له کلونو په امریکا کې اوسي او د رجب طیب اردوغان د حکومت له مخالفینو دی.

ترکیه ادعا لري چې فتح‌الله ګولن د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تر شا و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو پرون وویل، له امریکا یې غوښتي چې د فتح‌الله ګولن په شمول څه باندې ۸۰ کسان بېرته وروسپاري، خو امریکا تر اوسه په دې برخه کې کوم کار نه‌دی کړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو

نوموړي زیاته کړه:

"دا سړی «فتح‌الله ګولن» او نور کسان چې د ګولن په سازمان پورې تړلي دي په هغو ۸۴ نومونو کې دي چې موږ له امریکا غوښتي رامسترد کړي او ترکیې ته دې وسپاري."

ګولن چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسي د ترکیې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ناکامې کودتا کې لاس لرل ردوي.

د کودتا په دې هڅه کې شااوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې دوه زره نور هم ټپیان و چې په پایله کې یې د اردوغان د حکومت په امر لسګونه زره کسان بند ته ولوېدل او کودتا له ناکامۍ سره مخ شوه.

اردوغان چې د فتح‌الله گولن د پلویانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات وکړل له پوځیانو رانیولې تر قاضیانو، د پوهنتونونو تر استادانو او معلمانو زرګونه کسان بند ته واچول.

له امریکا نه د ګولن د نه‌استرداد په برخه کې د ترکیې زغم پای ته ورسېد.

له دې ټولو سره سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو پرون قطر ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې ګولن سازمان ناقانونه فعالیتونه کوي.

ښاغلي اوغلو زیاته کړه:

"په‌دې وروستیو کې مې د امریکا د فدرال پولیسو «اېف. بي. ای» له‌خوا په څو ایالتونو کې معتبره څېړنې ولیدلې او هغوی په دغه سازمان «ګولن سازمان» کې موجوده تیارو ته متوجې شوي له دې ډلې چې دوی څنګه د امریکا له قوانینو سرغړونه کړې. مثلاً له مالیو تښتېدلي، په ویزو کې یې درغلي کړې او نور ناقانونه کړنې او دا چې د دغه سازمان غړي څنګه ناقانونه کارونو کې وړتیا لري."

د رجب طیب اردوغان حکومت نه‌یوازې د فتح‌الله ګولن د پلویانو مخالفت له ځانه سره لري، بلکې په ترکیه کې د حاکم ګوند عدالت او ترقۍ په وړاندې څو مهم او ګڼ پلوي ګوندونه فعالیت کوي.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو کې تُرکانو په عمومي انتخاباتو کې نږدې نیمايي رأیې د رجب طیب اردوغان د ګوند په مخالفت کې نورو ګوندونو ته ورکړې.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG