د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

د افغان ترک ښوونځيو د منحل کېدو د لیک په اړه د زده کوونکو د کورنیو اعتراض


په افغانستان کې د افغان ترک ښونځیو د زده کونکو کورنۍ د هغه مکتوب په اړه اندېښنه ښيي کوم چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پکې د نوموړي هېواد د اقتصاد له وزارت نه د دغو ښونځيو د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

د دغه د زده کونکو کورنۍ وروسته تر هغې د بهرنیو چارو د وزارت په دروازه کې راغونډ شوي چې د دوی په وینا دغه وزارت په یوه رسمي مکتوب کې له اقتصاد وزارت نه د افغان ترک ښونځیو د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغان ترک ښونځيو د زده کونکو د کورنیو د مشرانو کمېټه وايي، د دې تر څنګ د افغان ترک ښوونځیو دوه تنه ترکي ښوونکي د کوم تور له اعلانه پرته د تېرو نېږدې دریو میاشتو راهیسې تر نظارت لاندې دي.

دوی د دغو پېښو په اړه یوه اعلامیه صادره کړه چې پکې دا اقدامات غیر قانوني او د بشري حقونو له موازینو سره په ټکر کې بلل شوي دي.

د غونډې له ګډونوالو له ډلې صدیق الله توحیدي پرېکړه لیک ولوست چې په یوه برخه کې یې راغلي:

صدیق الله توحیدي
صدیق الله توحیدي

"د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست لخوا د اقتصاد وزارت ته لېږلی مکتوب په بشپړه توګه غیر قانوني دی، د موسسو انحلال د موسسو د جوړونکو او صلاحیت لرونکو محکمو کار دی، که د دولتونو تر منځ په دې هکله کوم غیر قانوني تفاهم لیک لاسلیک شي موږ به په ټول توان د غیرقانوني پرېکړو په وړاندې ودرېږو حتی هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې څوک د محکمې له حکم پرته د دغو ښونځیو حریم ته ننوځي او یا د ښوونځيو مدیریت بدل کړي."

افغان ترک ښوونځي چې د نړۍ په شااوخوا ۵۰ هېوادونو کې څانګې لري، د فتح الله ګولن په نوم د يوه ترکي الاصله امریکايي کس له خوا اداره کېږي.

دغه موسسه د افغانستان په ۷ لویو ولایتونو کې ۱۴ښوونځي لري چې څه باندې ۸۰۰۰ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ مېلادي کال له ناکامې کودتا وروسته چې پړه یې په فتح الله ګولن اچول شوې، ترکې له افغان حکومت نه وغوښتل چې د افغان ترک ښوونځيو واک دوی ته وسپاري.

مسؤلین: د افغان ترک روزنیزه مؤسسه خپلواکه او هېڅ هېواد پورې تړلې نه‌ده

هڅه مو وکړه چې د معترضینو د اندېښنو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو او اقتصاد وزارتونو نظر هم واخلو خو له ژمنې سره سم هم څوک خبرو ته حاضر نشول.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس بیا په دې اړه وروستي اقدامات له شته قوانینو سره په ټکر کې بولي وايي، د افغان ترک ښونځیو د برخلیک په اړه باید ښه غور وشي.

عبدالشکور دادرس
عبدالشکور دادرس

نوموړي زیاته کړه:

"په دې ټوله موضوع کې د قانون حاکمیت مطرح دی دوی دا وخت قانون ماتوي او د زده کونکو انتخابي حق تر پښو لاندې کوي، دوی غواړي د هغو مېلمنو په وړاندې چې ۲۳ کاله یې دلته خدمت کړی د قانون، کنوانسیونونو او نړیوالې اعلامیې مخالف اقدام وکړي."

له دې وړاندې په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو مسؤلینو ویلي، دوی په افغانستان کې د یوه خپلواکه بنسټ په توګه کار کوي او په هېڅ هېواد پورې اړه نه لري.

د افغان ترک ښونځیو د زده کونکو او د دوی د کورنیو د دغو اندېښنو په اړه د افغانستان د پوهنې چارو وزارت د نشراتو مسؤل کبیر حقمل وايي چې حکومت به داسې کوم اقدام ونه کړي چې له امله یي د دغه هېواد پوهنیز نظام اغېزمن شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG