د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د ترکېې معارف ته د افغان ترک د ښوونځیو پر لېږدولو اندیښنې


په کابل کې د افغان ترک یو ښوونځی. December 13, 2017
په کابل کې د افغان ترک یو ښوونځی. December 13, 2017

د افغان ترک ښوونځیو د زده‌کوونکو د کورنۍ کمېټه وايي، د ترکیې د معارف بنسټ، دولتي دی او دغه بنیاد ته به د افغان ترک د ښوونځیو لېږد، د زده‌کوونکو پر راتلونکي منفي اثر وکړي.

د افغان ترک د زده‌کوونکو د کورنیو کمېټه په افغانستان کې د ترکېې معارف ته د افغان ترک د ښوونځیو پر لېږدولو اندیښنې ښيې او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغان ترک نور ښوونځي، د دغه بنیاد تر مدیریت لاندې راشي.

د دغې کمېټې یوه غړي عبدالشکور دادرس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه بنیاد یو غیر دولتي او خپلواک بنیاد نه‌دی، بلکې د ترکېې د حکومت پورې اړه لري او فعالیتونه یې غیر قانوني دي.

نوموړي زیاته کړه: "اصلاً د ترکېې د معارف بنیاد یوه انجو نه‌ده، بلکې یو دولتي تشکیل دی او په ثبتولو کې د افغانستان د اقتصاد وزارت تېروتی دی. له دې امله په افعانستان کې د دغه بنیاد ټول فعالیتونه غیر قانوني دي."

د دغې کمېټې غړي وايي، د دواړو هېوادونو د حکومتونو له‌خوا د ترکېې معارف ته د افغان ترک د ښوونځیو لېږدول، یو ناسم تصمیم دی او د دغو ښوونځیو د زده‌کوونکو پر روحیه به چې اوس‌مهال ښه استعداد لري، منفي اثر وکړي.

د افغانستان د اقتصاد د وزارت ویاند سهراب بهمن
د افغانستان د اقتصاد د وزارت ویاند سهراب بهمن

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد د وزارت ویاند سهراب بهمن، په‌دغه وزارت کې د ترکېې د معارف د بنیاد د ثبتولو په اړه وویل: "دا مخکې له دې یو ترکي بنیاد او لغوه شوی و او وروسته له دې چې د بهرنیو چارو د وزارت له‌خوا موږ ته یو مکتوب را ولېږل شو، موږ ورسره سم عمل وکړ او دغه بنیاد، وقف جديد ته انتقال شو. هر کار چې شوی د غیردولتي موسسو د انسجام له‌خوا شوی دی."

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال له کودتا وروسته د ترکېې حکومت، فتح‌الله ګولن د دغې کودتا اصلي تورن وګاڼه او د افغان – ترک ښوونځي چې د ګولن تر نظر لاندې یې فعالیت درلود، د ټولو د تړل کېدو غوښتنه یې وکړه.

په هغه وخت کې د ترکېې دولت له افغان حکومته وغوښتل چې د دغو ښوونځیو فعالیتونه ودروي.

اوس د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د افغان ترک د ښوونځیو لېږدېدل، د دواړو دولتونو د اړیکو پر اساس شوي او د دغو ښوونځیو د زده‌کوونکو له کورنیو غواړي چې موضوع سیاسي نه‌کړي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

د دغه وزات ویاندې نوریه نزهت وویل: "کوم بنسټ چې پخوا یې د افغان – ترک د ښوونځیو مسؤلیت درلود، د دواړو هېوادونو د دولتونو له‌خوا منحل شوی او اعتبار نه‌لري او د زده‌کوونکو د کورنیو کمېټه د هغو کسانو جوړه ده چې نه غواړي دغه لېږد په سمه توګه ترسره شي، حال دا چې د انتقال دغه پروسه د افغان ترک د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د اسانتیاوو د برابرولوپه خاطر په پام کې نیول شوې ده."

اغلې نزهت وویل، د ترکېې د معارف بنسټ یو نیمه دولتي بنسټ دی، د بود جې امکانات د ترکېې د خلکو له‌خوا ترلاسه کوي او په خپلو کړنو کې مستقل دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د افغان ترک ۱۲ ښوونځي په کابل او نور یې په ولایتونو کې فعالیت کوي.

دغه وزارت وايي، په ولایتونو کې د ترکیې د معارف بنیاد ته د افغان ترک د ښوونځیو لېږدېدل بشپړ شوي او په کابل کې هم روان دي.

XS
SM
MD
LG