د اسراییل پوځ: د حزب‌الله له‌خوا شاوخوا ۱۶۰ مرمۍ په اسراییلو لګېدلي

د حزب الله له لوري پر اسراییلو د توغول شویو راکټونو د لګېدو له کبله اورلګېدلی دی.

د اسراییلو په شمال کې د روش پنا په ښارګوټي باندې حزب‌الله ډلې ته د منسوبو مرمیو په لګېدو سره لوی اور لګېدلی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې د حزب‌الله له‌خوا شاوخوا ۱۶۰ مرمۍ په اسراییلو لګېدلي دي.

امریکا، د ایران له ملاتړه برخمن حزب‌الله ډله د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د راپورونو له مخې اور وژونکو پرون د دې لوی اور د مړه کولو هڅې کولې.

لا د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

حزب‌الله د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومې وروسته کله چې حماس پر اسراییلو برید وکړ د اسراییلو په لور توغندي او مرمۍ توغوي.

اسراییلو تر شاوخوا یوه کال هوايي بریدونو وروسته بلاخره د اکټوبر په لومړۍ په لبنان کې ځمکني عملیات هم پيل کړل.

د اسراییلو په بریدونو کې وروستۍ اوونۍ څه باندې ۱۷۰۰ کسان وژل شوي چې له څلورو یوه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د حزب الله په بریدونو کې چې اکثر یې د ټانک ضد میزایلونه دي د اسراییلو پنځوس عسکر وژل شوي دي.

اخوا اسراییلي پوځ پرون هم په هغو سیمو چې دوی یې د حزب‌الله د قوماندې مرکز یاد کړی بریدونه کړي دي.

اسراییلو داسې وخت د حزب‌الله په اهدافو بریدونه کړي چې دا اوونۍ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو هستوګنځی په یوه ډرون برید سره هدف وګرځول شو.

نتنیاهو حزب الله ډله تورنه کړې چې د ده په کور یې برید کړی، خو ویلي یې دي چې د دې کار تاوان به ورکړي.

په لبنان سربېره، د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې په بیت لاهیا سیمې باندې د اسراییلو په بریدونو سره د لږ تر لږه ۸۷ کسانو د وژل کېدو یا تري تم کېدو خبر ورکړل شوی دی.

لومړی ژغورونکو د ۷۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.

دا سیمه کال مخکې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په پيل سره له لومړنیو اهدافو و.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت دا هم ویلي چې لږ تر لږه ۴۰ نور کسان په بیت لاهیا باندې په دې برید سره ټپیان شوي دي.