خامنه‌يي: د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده

د عکس ښي لور ته د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي او چپ لور ته د حماس ډلې مشر یحیی سنوار چې د اکټوبر په شپاړسمه په غزه کې ووژل شو.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په یوه بیان کې چې شنبې د اکټوبر ۱۹مه یې خپور کړ په منځني ختیځ کې د حماس په ګډون د یو شمېر ډلو چې ایران یې ملاتړ کوي ستاینه وکړه او ویې ویل چې پرته له څه شکه چې د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.

خامنه‌يي وایي چې د مطرح څېرو د شهادت سربېره، د حماس جبهې له پرمختګه لاس نه دی اخیستی او ژوندۍ به وي.

یحیی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید طراح و چې دا حمله د غزې په تړانګه کې د جګړې سبب شوه.

اسراییلي ځواکونو د اکټوبر په ۱۶مه د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د سنوار وواژه او په بله سبا یې رسماً خبر خپور کړ، په بله ورځ یې د حماس یوه سیاسي مقام دا خبر تایید کړ.

د همدې پېښې په تړاو د امریکا د متحده‌ایالتونو مرستیال ولسمشرې کاملا هاریس د شنبې په ورځ په واشنګټن ډي‌سي کې خبریالانو ته وویل چې د حماس د مشر یحیی سنوار له وژلو وروسته دا زمینه مساعده شوې چې په منځني ختیځ کې اوربند وشي.

بل لور ته د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي چې د غزې په تړانګه کې لا هم وضعیت کړکېچن دی او پرون د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له کبله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د جګړو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د الاقصی روغتون د راپور له مخې، د دې تلفاتو له ډلې تقریباً لس تنه د غزې په مرکزي سیمه کې د زوایده په ښار کې وژل شوي او یولس تنه چې د یوې کورنۍ غړي وو په دیر البلح کې د مغازي د کډوالو په کمپ کې وژل شوي دي.

د غزې جګړه اوس د لبنان لور ته غځېدلې ده، هلته لبناني چارواکو پرون د پلازمېنې بیروت په شمال کې د جونیه په سیمه کې د اسرایيلي ځواکونو د برید پر مهال د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ور کړ.

جونیه هغه ښار دی چې اکثر اوسېدونکي یې مسیحیان دي او له پروسږ کال راپه دې خوا چې اسراییل د ایران ملاتړې حزب‌الله ډلې پر ضد عملیات کوي، په دې ښار باندې ډزې نه وې شوې.

حزب‌الله یوه سیاسي پوځي ډله ده چې واشنګټن یې ترهګره شمېري او اروپایي ټولنه یې نظامي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د لبنان د جنوب لویه برخه د دې ډلې په لاس کې ده او په پارلمان کې یو شمېر غړي لري.

اسراییل د سپټمبر په ۲۳مه په لبنان بمبارۍ زیاتې کړي او پلي ځواکونه یې ورواستول.

د منځني ختیځ د دې تحولاتو په ترڅ کې په عراق کې د ایران ملاتړیو پرون د سعودي عربستان د "ایم‌بي‌سي" رسنۍ دفتر وروسته له هغه ونیوه چې دې رسنۍ د ایران مربوط ملېشو قوماندانان ترهګر یاد کړي وو.

د عراق د کورنیو چارو د وزارت یوې سرچینې فرانس پرېس اژانس ته وویل چې برید کوونکو د دې رسنۍ تر څلور سوه ټنه الکترونیک وسایل او کمپیوترونه تخریب کړي او د ودانۍ یوې برخې ته یې اور ورته کړی دی.

د دې سرچینې په وینا، اور مړ شوی او پولیسو برید کوونکې ډله پسې اخیستې ده.