ميدان وردګ کې د حيواناتو د پوستکي ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل شوی

له ارشيفه يو انځور

میدان وردګ ولایت کې د حیواناتو د پوستکي دانو یا لمپي سکین ناروغۍ د مخنیوي لپاره کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې یې د دې ولایت مالدارانو ته د حیواناتو واکسین کول ترسره کېږي.

د لمپي سکین ناروغي یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، چې د حیواناتو د پوستکي په سطحه د دانې جوړېدل، تبه او د پوستکي ضایعات لامل کېږي.

یاده ناروغي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ډېره شوې ده او د میدان وردګ ولایت مالداران له‌دې ناروغۍ څخه ډېر ځپل شوي دي.

اوس په دغه ولایت کې د PO په نوم یوې مؤسیسې د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ په تخنیکي همکاري د یادې ناروغۍ د مخنیوي کمپاین پیل کړي دي.

د میدان وردګ د کرنې ریاست د حیواناتو د څانګې مشر ډاکټر محمدالله شهیدزی په‌دې اړه وايي: "د لمپي سکین ناروغي یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، چې د حیواناتو د پوستکي په سطحه د دانې جوړېدل، تبه او د پوستکي ضایعات لامل کېږي. دا ناروغي د چټکۍ سره له یوه حیوان څخه بل ته انتقالیږي او که پر وخت یې واکسین او درملنه ترسره نه‌شي، د حیواناتو د مړینې او د مالدارانو د مالي زیانونو لامل کېږي. د PO مؤسسې په مرسته، موږ هڅه کوو چې په ټول میدان وردګ کې دا واکسین کمپاین ترسره کړو، ترڅو د دې ناروغۍ خپرېدل ودرول شي."

مالداران هیله لري چې، د دې کمپاین په منظم ډول ترسره کېدو سره به د دوی ستونزې کمې شي او د حیواناتو د مړینې مخه ونیول شي.

مالداران چې تېر کال يې د يادې ناروغۍ له امله ګڼ‌شمېر غواګانې مړې شوې وې، دې کمپاين ته خوښ دي.

محمدنادر چې د میدان وردګ ولایت یو مالدار دی وايي، تېر کال يې په کلي کې ډېرو غواګانو ته دا ناروغي واوښته، چې له امله یې ګڼ‌شمېر غواګانې مړې شوې.

"لمپي سکین د مالدارانو لپاره لویه ستونزه ده. زموږ حیوانات د شیدو او د ژوند د نورو اړتیاو لپاره ډېر ارزښت لري، خو د دې ناروغۍ له کبله موږ د خپلو غواګانو د مړینې له خطر سره مخ یو.
يو تن مالدار

هغه وايي: "تېر کال زموږ په کلي کې ډېرو غواګانو ته دا ناروغي واوښته، چې له امله یې ګڼ‌شمېر غواګانې مړې شوې. دا د مالدارانو لپاره لویه اقتصادي ضربه وه، ځکه موږ د خپلو حیواناتو په شیدو او غوښو باندې تکیه لرو. د واکسین د کمپاین پیل موږ ته هیله بښلې ده او موږ له حکومته غواړو چې دا ډول کمپاینونه منظم وساتي ترڅو زموږ حیوانات خوندي پاتې شي."

عبدالروف د مالدارۍ یو بل څښتن دی چې وايي، د واکسین د دې کمپاین پیل یو ښه ګام دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "لمپي سکین د مالدارانو لپاره لویه ستونزه ده. زموږ حیوانات د شیدو او د ژوند د نورو اړتیاو لپاره ډېر ارزښت لري، خو د دې ناروغۍ له کبله موږ د خپلو غواګانو د مړینې له خطر سره مخ یو. د واکسین د دې کمپاین پیل یو ښه ګام دی، خو موږ هیله لرو چې حکومتي ادارې د درملو او واکسین په برخه کې نور هم همکاري وکړي، ترڅو زموږ ستونزې کمې شي."

په دې اړه نور: کندهار کې د غواګانو فارم لرونکو اندېښنې؛ غواګانې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

د میدان وردګ ولایت کې د لمپي سکین ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین کمپاین د مالدارانو لپاره یوه حیاتي اقدام دی، ځکه چې د دې ناروغۍ د چټک خپرېدو له امله د حیواناتو مړینې او د مالدارانو اقتصادي زیانونه په‌دې وروستیو کې ډېر شوي دي.

د کرنې ریاست او PO مؤسسې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین د کمپاین پيل کړی، چې د حیواناتو د خوندیتوب او د مالدارانو د اقتصادي ثبات لپاره یو مهم ګام دی.