د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

طالبان: په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ کسان مړه شوي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د ۱۰۶ مثبتو پېښو د ثبت او په دغه ناروغۍ د ۷ اخته کسانو د مړینې خبر ورکوي.

سید رحمان چې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د څارویو کاروبار کوي وايي، تر ۵۰ ډېرې غواګانې او پسونه لري.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې مېرمن یې څو ورځې وړاندې د غوا د شیدو پر مهال د غوا په بدن کې د کنې په واسطه وچیچل شوه او له هغې وروسته د کانګو په تبې اخته شوه.

سید رحمان زیاته کړه، له هغې وروسته دغه ناروغي د دې د کورنۍ ۷ غړو نور ته هم سرایت وکړ.

نوموړی وايي: "ما یوه غوا اخیستې وه، کله چې زما مېرمن د شیدو لوشلو لپاره تلله دا ناروغي ورته پیدا شوه، هغې راته کیسه وکړه چې یوې کنې وچیچله او له هغې وروسته ورته سخت درد پیدا شو، تبه یې درلوده. زړه بدوالی، د معدې درد او زړه تنګون یې وموند، وروسته یې موږ ټول ونیولو او ډاکټر ته لاړو."

د هغه په وینا، د کانګو تبه په لنډه موده کې له خپلې مېرمنې څخه یې د کورنۍ نورو غړو ته سرایت وکړ.

د هلمند ولايت اوسېدونکى سردار هم وايي، چې ورور يې په دې ناروغۍ اخته شوى دى.

نوموړي وويل: "زما ورور د کانګو ناروغي لري. حالت يې ډېر خراب و. ډېره تبه يې درلوده. موږ فکر نه کاوه چې روغ به شي. موږ د هغه لپاره درمل واخيستل او اوس هم ښه نه‌دی."

ډاکتران وايي، کانګو له څارویو انسانانو ته انتقالېږي.
ډاکتران وايي، کانګو له څارویو انسانانو ته انتقالېږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت تاییدوي چې په افغانستان کې د کانګو ناروغي شته او د روانې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې په ټول هېواد کې د یادې ناروغۍ ۱۰۶ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند شرف زمان ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، له دې ډلې ۷ تنه یې مړه شوي، خو هغه دا ونه ویل چې دغه شمېر په څومره موده کې ثبت شوی دی.

شرافت زمان زیاته کړه چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۹۱ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۴ تنه یې مړه شوي دي.

څو ورځې وړاندې طالب چارواکو په جوزجان ولایت کې د کانګو په ناروغۍ د یوه ډاکتر د مړینې او پنځه روغتیايي کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړ.

ډاکتر نورزی غوري د ساري ناروغیو د څانګې متخصص، د کانګو تبې ناروغۍ او د هغې د لېږد په اړه وايي: "دا یو زونوټیک انتاني ناروغي ده چې د یو ډول ویروس له امله رامنځته کېږي. دا ټیک په تي لرونکو حیواناتو کې شتون لري چې وړۍ لري او د څارویو د وینې په څکولو سره له حیوان څخه انسان ته او له انسان څخه بل انسان ته انتقالوي."

ډاکتران وړاندیز کوي چې، قصابان او هغه کسان چې څاروي ساتي د څارویو سره د نږدې کېدو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د تبې څخه د ځان ساتلو لپاره د مخنیوي تدابیر ونیسي.

د دوی په وینا دا ناروغي وژونکې هم ده.

XS
SM
MD
LG