د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د غواګانو د فارمونو یو شمېر خاوندان: کاروبار مو سقوط سره مخ دی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د غواګانو د فارمونو یو شمېر خاوندان شکایت کوي چې د دوی په فارمونو کې د ترلاسه شويو شیدو خرڅلاو کې د پام وړ کم والى راغلى او کاروبار یې د له منځه تلو له وېرې سره مخ دی.

دوی ادعا کوي چې په بازارونو کې د ارزانه وچو شیدو او د بهرنيو لبنیاتو شتون د دې لامل شوى چې د دوى کاروبار سوړ شي.

د هلمند ولايت يو تن فارم لرونکی نورالهادي کوچى وايي چې لسګونه غواګانې لري او د دغو غواګانو د شيدو په پلورلو سره د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه پوره کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په هلمند کې زموږ ستونزې دومره زياتې شوې چې آن مالداران دې ته اړ شوي چې نوره مالداري پرېږدي، دا ستونزې وچو شيدو او په بازار کې د بهرنيو لبنياتو د محصولاتو د شتون له امله رامنځته شوي، د طالبانو په راتګ سره مو مالدارۍ ته مخه کړه چې هم کار وکړو او هم وطن ته خدمت وکړو او د ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو، خو له خپلې پانګونې بیزار يو او له زوال سره مخ یو."

محمد اکبر چې په غزني ولایت کې فارم لري هم ورته شکایت لري.

"هغه پوډري شیدې چې بازار ته راځي خورا بې کیفیته دي او په ارزانه بیه پلورل کیږي، خو هغه شیدې چې زمونږ په فارمونو کې تولیدېږي په هغه بيعه چې مونږ ته راغلي وي په هغه بیعه نه پلورل کیږي، له حکومت څخه مو داغوښتنه ده چې د مالدارانو سره په دې برخهه کې مرسته او جدي پاملرنه ورته وکړئ."

د دوی هیله دا ده چې په شیدو او نورو لبني محصولاتو چې له ګاونډیو هیوادونو او سیمې څخه واردیږي ګمرکي تعرفه لوړه کړي.

په کابل کې د لبنياتو د يوې فابريکې خاوند زکريا وايي چې د لبنياتو د توليد لپاره له بازاره له وچو شيدو هم کار اخلي.

هغه د لبنیاتو په تولید کې د پوډري شیدو د کارولو د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې لپاره چې چې تازه شیدې اوبه لري، د اوبو د جذب لپاره باید پوډري شیدې وکاروو، بل لامل یې دا دی چې کله په بازار کې شیدې کمې وي او غواګانې وچې وي، نو موږ باید وچې شیدې وکاروو."

په بدخشان کې د لبنیاتو د تولید یوه کارخانه
په بدخشان کې د لبنیاتو د تولید یوه کارخانه

که څه هم هغه ونه ويل چې وچې شيدې ځکه کاروي چې ارزانه دي، خو د لبنياتو د يو شمېر نورو فابريکو خاوندانو ازادي راډيو ته وويل چې د وچو شيدو د کارولو بل لامل دا داى چې دوى يې له بازاره ارزانه ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مسوولین هم د دغو فارم لرونکو ستونزه تاییدوي او وايي چې په ټولو ولایتونو کې باید د شیدو د راټولولو مرکزونه جوړ شي، څو د فابریکو خاوندان وکولای شي له دغو مرکزونو تازه شیدې واخلي.

د دې خونې اجرایوي رییس حاجي وسیم ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال په هېواد کې په کافي اندازه تازه شیدې شته چې د بازار اړتیاوې پوره کړي.

هغه وويل:

"په ټوليزه توګه په هېواد کې د شيدو توليد زيات دى، په دې برخه کې ډېره پانګونه شوې ده، خو په فابريکو کې ترې کار نه اخيستل کېږي، ځکه فارم لرونکو لپاره د شيدو بيه لوړه ده او وچې شيدې ارزانه دي، د شیدو راټولولو مرکزونه باید په مختلفو ولایتونو کې جوړ شي."

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د فارم لرونکو د اندېښنو او د هغوی د غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د کرنې او مالدارۍ د خونې مسوولین وايي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اتیا سلنه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د دغې خونې د ترسره شوې سروې له مخې اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۳.۲ میلیونه غواګانې موجودې دي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر مالدارانو د وچکالۍ او د واښو د نشتوالي له امله د خپلو څارویو د مړه کېدو په اړه ازادي راډیو ته شکایت کړی و.

XS
SM
MD
LG