يوشمېر تقاعد شوي کسان: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو، خو تقاعد مو نه راکول کېږي

له ارشيفه د يوشمېر متقاعدينو انځور

په افغانستان کې لسګونه زره تقاعد شوي کسان وايي، د ژمي راتګ ته اندېښنه لري، ځکه اکثر یې له سختې بې‌وزلۍ کړېږي.

دوی وايي، د بې‌وزلۍ د کړاو داستان یې لا هم ختم شوی نه‌دی.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له څه باندې درېیو کلونو ورسره د دوی د خپلو امتیازونو او معاشونو د ورکولو ژمنې کېږي، خو عملي کېږي نه.

نجیب‌الله رحماني، وايي ټول تقاعد شوي کسان د ژمي راتګ ته اندېښنه لري، ځکه جېبونه یې تش دي.

"درې کاله کېږي چې خپل تقاعد مو نه‌دی اخیستی او اوس له ډېر سخت حالت سره مخامخ یوو.
نجيب‌الله رحماني، يو متقاعد

نوموړی وايي: "درې کاله کېږي چې خپل تقاعد مو نه‌دی اخیستی او اوس له ډېر سخت حالت سره مخامخ یوو. ژمی راروان دی د سونګ لرګي نه‌لرو، همدارنګه د دوا پیسې هم نه‌لرو، ټول واړه ماشومان مو ناروغان دي، له دکاندارانو هم ډېر پوروړي یوو، له چارواکو هیله کوو چې زموږ پاتې پیسې راکړي، چې ژمی راروان دی او زموږ ستونزې حل شي."

د طالبانو د مشر په فرمان کې، چې د روان کال د اپریل په لومړیو کې په رسنیو کې خپور شو، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ته امر شوی و، چې د روان ١۴٠٣ مالي کال د وري مياشتې له پیله د پوځي او ملکي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد د پيسو ګرځول ودروي.

دې پرېکړې د متقاعدينو پراخ غبرګونونه راوپارول، خو د طالبانو حکومت د تقاعد د دغه بهیر د لغوه کولو لامل روښانه نه‌کړ.

تقاعد شوي کسان وايي، د دوی امتیازونه د دوی خپلې پیسې دي، چې د رسمي ماموریت پر مهال په تېرو کلونو کې ورڅخه ګرځول شوي دي.

يوشمېر متقاعدين

د افغانستان د متقاعدانو د ټولنې مشر افندي سنګر وايي، دوی د طالبانو تر لوړ رتبه چارواکو خپل شکایتونه رسولي، خو لا یې هم کوم ځای نه‌دی نیولی.

نوموړی وايي: "د متقاعدینو ستونزې موږ ټولو وزیر صاحبانو او چارواکو ته رسوي، ما شخصاً ورسره کتلي دي، حتی کندهار ته هم لاړم، چې د متقاعدینو پر ستونزو له شیخ صاحب (د طالبانو عمومي مشر) سره له نږدې وګورم، خو د ځینو ستونزو له کبله له هغه سره زموږ کتل ونه‌شول. د شکایتونو اورېدو کمېسیون مشر زموږ شکایت واخیست او شمېره یې راکړه، چې ستاسو سره به په تماس کې کېږو، هره اوونۍ زنګ وهم، خو دوه کاله کېږي دا پاڼه مو هلته پرته ده، رسمي اجراآت مو نه‌دي لیدلي."

"له بده‌مرغه متقاعدینو چې هرڅه درلودل، په دغو درېیو کلونو کې یې خرڅ یې کړل، اوس داسې شی نه‌لري، اوس د خرڅولو لپاره څه ورپاتې نه‌دي
متقاعد عبدالبصير

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په سلواغې/ دلوې میاشت کې د بي‌بي‌سي د ایکس‌پاڼې په یوه سپېس کې ادعا کړې وه چې، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې طرحه تعديل شوې، د دوی عمومي مشر ته رسېدلې، چې هغه به یې توشیح کړي او ډېر ژر به د عدليې وزارت له‌خوا د قانون په بڼه نافذ او د تقاعد شویو حقوق به ورکړل شي.

په کابل کې یو بل تقاعد شوی عبدالبصیر وايي، اکثر ملکي او پوځي تقاعد شوي کسان اړ شوي د خپل کور سامانونه هم خرڅ کړي.

عبدالبصير ازادي راډيو ته وويل: "له بده‌مرغه متقاعدینو چې هرڅه درلودل، په دغو درېیو کلونو کې یې خرڅ یې کړل، اوس داسې شی نه‌لري، اوس د خرڅولو لپاره څه ورپاتې نه‌دي، د سږکال د ژمي د راتګ په درشل کې دوی زیاتې ستونزې لري، له ناروغیو نیولې، د سونګ توکو د رانیولو، تر خوراکي توکو او دا چې څه باید واغوندي او څه باید وکړي، له خدای پرته هيڅوک نه‌لري او نه چا ته مراجعه کولی شي، هر چا ته چې مراجعه وکړي دغه ورته وايي چې موږ د شیخ صاحب هدایت ته انتظار یو."

په دې اړه نور: اقتصادي ستونزې؛ یو شمېر تقاعد شوې افغان مېرمنې د خپل د تقاعد حقوق غواړي

په ټوله کې د طالبانو د حکومت د ۱۴۰۱ ل کال د راپور له‌‌مخې په افغانستان کې د تقاعد شویو شمېر ۱۷۰ زرو تنو ته رسېږي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

تقاعد شویو کسانو څو-څو ځلې په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته اعتراضونه کړي، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت د غوښتنو منلو ته غاړه نه‌ده ایښې.

تقاعد شوي کسان وایي. اکثر یې پوخ عمره کسان دي چې نن سبا څوک کار هم نه ورکوي او د اکثرو د کورنیو مسوولیت ور ترغاړې دی چې د حقوقو او امتیازونو نه ورکولو یې ژوند تریخ کړی دی.