شهبازشريف: له ټرانزيټي فرصتونو د ګټې اخيستنې لپاره باثباته افغانستان ته اړتيا ده

د شانګهای سازمان سرمشريزه سږکال پاکستان کې جوړه شوه.

د پاکستان صدراعظم وايي، د افغانستان د سوداګریز او ترانزیټي فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې لپاره، یو باثباته افغانستان ته اړتیا ده.

نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان (اس‌سي‌او) د ۲۳مې سرمشریزې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د کوربه پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دې ناستې ته په وینا کې وویل، افغانستان له سیمې سره د اتصال له امله د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره یو ارزښتناک فرصت وړاندې کوي، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان ټولو غړو هېوادونو ته ګټه رسوي.

نوموړي زیاته کړه، یو باثباته افغانستان نه یوازې د خوښې وړ دی، بلکې په خبره یې د دې فرصتونو د بشپړ تحقق لپاره اړین دی.

شهباز شریف وویل: "نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د بېړني بشري ملاتړ لپاره ګام پورته کړي او په ورته وخت کې د طالبانو له حکومت څخه هم وغواړي چې سیاسي ټول‌شمولیت ته غاړه کېږدي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو په وړاندې د هیڅ کومې ډلې له‌خوا د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي."

په‌‌دې سرمشریزه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له‌‌مخې د چین، روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزیرانو، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال او د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون کړی.

د دې ترڅنګ د منګوليا لومړي وزير د څارونکي غړي په توګه او د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير د ځانګړو مېلمنو په توګه په‌دې سرمشريزه کې برخه اخیستې.

د شانګهای سرمشريزه چې اسلام‌اباد کې جوړه شوې، د سختو امنيتي تدابيرو خبر هم ورکول شوی.

له‌‌دې ناستې سره هم‌‌مهاله، د پاکستان او چین هېوادونو پرون سه‌‌شنبه ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له حکومت غوښتي چې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره کوټلي او د تایید وړ اقدامات ترسره کړي.

په ياده اعلامیه کې دواړو خواو د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه کړې، چې د افغانستان اوسنی حکومت وهڅوي څو یو ټول‌شموله سیاسي چوکاټ جوړ کړي، د اعتدال پالیسۍ غوره کړي او ښه ګاونډیتوب ولري.

"د سیمې لپاره دا کنفرانس ډېر مهم دی، ځکه چې سیمه‌ییزه همکاري هم د امنیت او هم د سوداګرۍ په برخه کې اړینه ده
اسحاق اتمر

د اعلامیې په ټکو دواړو هېوادونو موافقه کړې چې د افغانستان د دوامدارې پراختیا په ملاتړ او په نړیواله ټولنه کې د هغه د ادغام لپاره رغنده رول ولوبوي.

خو د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر په‌‌دې ناسته کې د افغانستان په اړه د ګډون کوونکو هېوادونو غوښتنو ته په اشارې سره وویل، که څه هم دا ډول ناستې د سیمې د هېوادونو لپاره اړینې دي، خو ښايي عملي پایلې ونه‌لري.

نوموړی وايي: "د سیمې لپاره دا کنفرانس ډېر مهم دی، ځکه چې سیمه‌ییزه همکاري هم د امنیت او هم د سوداګرۍ په برخه کې اړینه ده، خو کله چې د سیمې هېوادونه هر یو د خپلو ګټو په لیدلو سره له طالبانو سره خپل تعامل جوړوي، بیا د دې تمه نه‌کېږي چې دغه پرېکړې به سل په سلو کې عملي برخه ولري."

په افغانستان کې د ټول‌‌شموله حکومت د جوړېدو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په تړاو د پاکستان د صدراعظم او د چین او پاکستان د ګډې اعلامیې په هکله د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې.

په دې اړه نور: اسلام‌اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان جوړېدونکې غونډه؛ ښايي د افغانستان په اړه هم بحثونه وشي

خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې، حکومت یې ټول‌ګډونه دی او د دې هېواد خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

که څه هم افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړی دی، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په‌‌دې سرمشریزه کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه‌‌ده ورکړل شوې.

د شانګهای همکاریو سازمان یو سیاسي، اقتصادي، دفاعي او امنیتي سازمان دی چې د ۲۰۰۱م کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای کې تاسیس شو.

په پیل کې یې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان غړي وو، اوس دا سازمان نهه غړي لري چې هند، ایران او پاکستان یې هم غړیتوب ترلاسه کړی او د دوی ترڅنګ افغانستان، بېلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.