حال وش سازمان: ايراني سرحدي ځواکونو یو زیات شمېر افغانان په ډزو وژلي

ارشيف: د ایران یو سرحدي سرتېری د پیرې پر مهال

ایراني پوله ساتو یو زیات شمېر هغو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې چې ویل کېږي دې هېواد ته یې د اوښتلو هڅه کوله.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې په وینو ککړو د هغو افغانانو غږونه اورېدل کېږي چې وایي، د ایران پر پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو له‌خوا په ډزو ویشتل شوي.

په دې ویډیوګانو کې ظاهراً مړي او په ډزو لګېدلي ټپیان ښکاري.

ازادي راډیو د دې ویډیوګانې د ‌دقیق ځای، وخت او پېښې څرنګوالی په مستقله توګه نه شي تاییدولی.

خو د حال وش په نوم د بشري حقونو یو ایراني سازمان پرون دوشنبه راپور ورکړی چې د یکشنبې په شپه شاوخوا ۳۰۰ افغانانو چې غوښتل یې د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت له لارې ایران ته واوړي، د دغه ولایت په کلګان سراوان سیمه کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي.

د دې ادارې په خپل راپور کې د دوه عیني شاهدانو له قوله ویلي چې له پېښې څخه ۶۰ یا او ۷۰ کسان ژوندي وتلي او نور مړه یا ټپیان دي.

دا هغه څه دي چې د پېښې د قربانيانو خپلوانو هم ازادي راډیو ته ویلي دي.

د پېښې یو عیني شاهد چې هرات ولایت ته رسېدلی او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، ایراني پوله ساتو ورته کمین نیولی و.

د پېښې یو عیني شاهد وايي: موږ ټول ۳۰۰ کسان وو، نو تر ۲۷۰ یا ۲۸۰ کسان ووژل او ټپي شول، ښایي تر ۵۰ یا ۶۰ کسان ژوندي راوتلي وي، زما خپل ۱۲ تنه ملګري هم ووژل شول.

هغه وايي: "نن سهار بېرته راغلو، دا ورور مې د کلګانو په سیمې کې په کمین کې ګیر شو، موږ ټول ۳۰۰ کسان وو، نو تر ۲۷۰ یا ۲۸۰ کسان ووژل او ټپي شول، ښایي تر ۵۰ یا ۶۰ کسان ژوندي راوتلي وي، زما خپل ۱۲ تنه ملګري هم ووژل شول، نو اوس له کمیسارۍ راغلل او څوک یې ټپي، څوک شهید، څوک یو حال او بل حال کې هرات ته انتقال کړل."

د پېښې د یو قرباني خپلوان چې دا هم د نوم اخیستل نه غواړي ازادي راډیو ته وویل: "دا وړمه شپه وه چې د کلګانو په نوم یوه لاره تر درې پورې کمین ولګېده، ډزې وشوې تر ۶۰ کسانو جوړ وه نور ټول ۲۴۰ پورې یې ووژل شول."

د دوی په وینا، دا افغانان د کاروبار لپاره ایران ته روان وو.

په ایران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې دا پېښه تایید کړې او ویلي دي چې په دې تړوا څېړنې روانې دي او په خبره تراوسه د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر هم معلوم نه دی.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ یوې سرچینې دغه راز ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د ایران-پاکستان پر پوله په کلګان سیمه کې شوې چې په خبره یې تراوسه ایراني ځواکونو له دوی سره خبرو کې له دې کړنې انکار کړی دی.

په همدې حال کې د نیمروز په پل ابریشم د طالبانو د حکومت کمیسار مولوي حنظله ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه دغه وژل شوي او ټپیان افغانستان لور ته نه دي ور انتقال شوي.

هغه وویل: "په همدې اړه موږ کمېټه جوړه کړې، خو ایرانیان یې نه مني، خو پېښه شوې ده، دوی د بلوچستان په کلګان (ایران) اوښتل چې دا پېښه شوې، تراوسه نیمروز ته نه شهید راوړل شوی او نه ټپي راوړل شوی، زموږ په سفارت کې ډپیلوماتان او ملګري ټول له متقي صاحب سره په همدې موضوع اخته دي."

د کلګان سیمه د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه ده چې د ایران په سراوان ولسوالۍ پورې اړوند ده.

دا سیمه دې افغانستان له نیمروز ولایت څخه هم ډیر واټن نه لري او افغانان په غیرې قانوني توګه له دې لارې ایران ته د تګ هڅه کوي.

د افغانستان او ایران یوه سرحدي سیمه. په دغو لارو افغانان هڅه کوي څو له ایرانه ترکیې او بیا اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې پېښې په پراخه کچه په افغانستان کې دننه او بهر د افغان سیاستوالو او فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید په خپل ایکس‌پاڼه یا پخوانی ټویټر کې په خپلو څرګندونو کې د افغانانو وژل قصدي او د بشریت ضد جنایت بللی دی.

دغه راز د افغانستان د ملي اردو پخواني قوماندان جنرال سمیع سادات هم ویلي چې که نن افغانان بې وسه دي، یوه ورځ به د دې وژنوغچ واخلي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپل ایکس پاڼې یا پخوانی ټویټر په خپلو څرګندونو کې دغه پېښه غندلې او ویلي یې دي چې ایران لسګونه بې ګناه افغانان په بې‌رحمانه ډول وژلي دي.

پښتین له خلکو وغوښتل چې د دې ډول بې رحمان وژلو د مخنیوي لپاره دې خپل غږ پورته کړي.

د یادونې ده چې ایران په دې وروستو کې د افغان کډوالو ایستلو او شړلو ته زور ورکړی او له دې هېواد څخه له افغان کډوالو سره د سخت او له تاوتریخوالي د ډک چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په میلیونونو افغانان ایران ته کډوال شول او د هغو معلوماتو له مخې چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر پاڼه خپاره شوي، دا مهال څه باندې درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي.