نصيراحمد اندېشه: افغانان له تېرو درې کلونو راهيسې د بشر د تاريخ تر ټولو ستره کډوالي تجربه کوي

نصيراحمد اندېشه

په جينوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان د بشر په تاریخ کې تر ټولو لويه ډله‌‌ییزه کډوالي تجربه کړې.

نصيراحمد اندېشه د دوشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ (يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار) په پنځه اويايمه غونډه کې ويلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې د بشر په تاریخ کې تر ټولو ستره کډوالتوب تجربه کړی دی.

"سره له‌‌دې چې موږ خپلې ویزې تمدید کړې دي، پولیس تل موږ ځوروي
يو افغان کډوال

نوموړي زیاته کړې، چې په‌دې موده کې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

په همدې حال کې یوشمېر هغه افغانان چې د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ او ناسم اقتصادي وضعیت له امله له هېواده وتلي وايي، په کډوالۍ کې سخت ژوند تېروي.

په ایران کې یوه افغان کډوال چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې له دغه هېواده د ايستل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

هغه وايي: "هغه کسان چې مجرد دي او اقامت نه‌‌لري، هر ځای چې وموندل شي نیسي یې او افغانستان ته یې لېږي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد لري ورسره کار نه‌لري، هغه کسان چې له خپلو کورنیو سره دي، هغوی ته وخت ورکوي چې تر يوې میاشتې پورې لاړ شي او نور کور په کرايه نه ورکول کېږي."

يوشمېر افغان کډوال

په ايران او پاکستان کې افغان کډوال له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په‌دې وروستيو کې په سلګونو زره افغان کډوال په يادو هېوادونو کې نيول شوي او له‌دې هېوادونو ايستل شوي دي، چې د نورو افغانانو د وېرې او اندېښنو لامل هم شوي.

په پاکستان کې یوه افغان کډوال رفیع‌الله رفعت ازادي راډيو ته وویل: "سره له‌‌دې چې موږ خپلې ویزې تمدید کړې دي، پولیس تل موږ ځوروي، هر ځای چې افغانان ونیسي، اسناد ترې غواړي، که اسناد ولري بیا هم پیسې غواړي چې باید ور يې کړو، افغانان دلته په سختو شرایطو کې ژوند کوي."

د يادونې ده، چې د کډوالو نړیوال سازمان "ايي‌او‌ايم" شاوخوا دوه میاشتې وړاندې اعلان وکړ، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ياد سازمان ویلي، یو میلیون افغانان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي او ۸۵سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته تللي دي.

په دې اړه نور: له سويس څخه د دوه افغانانو ایستل؛ هالنډ هم د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هغه مهال د "ايي‌او‌ايم" دغه راپور رد کړ او ناسم یې بللی و.

د يادونې ده، چې تېر کال د افغانستان ګاونډيو هېوادونو په سلګونو زره افغان کډوال نيولي او له خپل هېواده يې ايستلي دي او په‌‌‌دې وروستيو کې يوشمېر اروپايي هېوادونو هم د "جرم لرونکو افغان کډوالو د ايستلو" په نوم د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په‌دې وروستیو کې ویلي چې، په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا شپږ لکه او ۴۰ زره افغان کډوال چې، ډېری یې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه دي، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.