د افغانستان په رسنیو کې د "ژونديو موجوداتو" د انځورونو د خپرېدو د مخنیوي په تړاو د طالبانو حکومت هڅو د ډېرو رسنیو د مسوولينو او خبریالانو جدي اندېښنې راپارولي دي.
د یوشمېر تصویري رسنیو مسوولینو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نهغوښتل نومونه او غږ یې په راپور کې خپور شي، د سهشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د دې اقدام په غبرګون کې د اندېښنو په څرګندولو سره دا د تصويري رسنيو د دروازو د تړل کېدو په اړه يو خبرداری وباله.
"محدودیتونه په ډېرېدو دي او زموږ کار له ډېرو ستونزو سره مخ دی.يو خبريال
يوشمېر خبريالان هم دغه اقدام پر خبريالانو او د رسنيو پر ازادۍ يو بل برید بولي او وايي، دا بنديز به د سلګونه خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د وزګاره کېدو لامل شي.
د افغانستان په شمال کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال چې ویډیويي رپوټونه جوړوي او د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "محدودیتونه په ډېرېدو دي او زموږ کار له ډېرو ستونزو سره مخ دی. ډېری د رسنیو کارکوونکي د دغو محدودیتونو له امله له خپلو دندو وزګاره کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت مسوولین دا قوانین کم کړي، څو خلک وکولی شي په رسنیو کې کار وکړي او د خپل ژوند د پرمخ وړلو لپاره یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي او همدارنګه خلک له پېښو خبر شي چې څه روان دي."

يوشمېر افغان خبريالان د تصوير اخيستلو پر مهال، ارشيف
په افغانستان کې يوشمېر ښځينه خبريالانې چې له ډېرو نورو بنديزونو سره هم مخ دي او د ټلوېزيون پر پرده له بشپړ حجاب او ماسک سره راڅرګندېږي وايي چې، د طالبانو حکومت دغه اقدام خواشينې کړې دي.
د دغو خبريالانو له ډلې يوه هم فریبا ده چې، ازادي راډیو ته يې وویل: "موږ فکر کاوه چې په افغانستان کې مرغان او نور حیوانات د افغان ښځو په پرتله زیاتې ازادۍ لري، خو نن ورځ وینو چې طالبان ان په حیواناتو هم رحم نهکوي او د دوی د انځورونو خپرولو لپاره قانون او محدودیتونه وضع کوي، کوم طالبانو چې په ښځو رحم نهکوي موږ ترې هيڅ تمه نهلرو."
په همدې حال کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي چې، دوی به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بنديز قانون عملي کړي.
نوموړي تازه فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په ځینو ولایتونو کې د دا شان انځورونو د خپرولو د مخنیوي هڅې پیل شوې دي.
طالبانو مخکې تر دې په میدان وردګ، تخار او کندهار ولایتونو کې له ژونديو موجوداتو د انځور اخیستلو او عکاسۍ باندې بندیز وضع کړى و.