اوچا: د هرات ۲۵زره زلزله ځپلې کورنۍ د خپلو سرپناوو د بیا رغولو لپاره مرستو ته اړتیا لري

په هرات کې د تېر کال د زلزله ځپلو خېمې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ له ویجاړونکې زلزلې یو کال وروسته هم دې ولايت کې ۲۵زره کورنۍ د خپلو سرپناوو د بیا رغولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د هرات د مرګونې او زورورې زلزلې نه شاوخوا ۱۳ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د يو شمېر زلزله ځپلو کورونه ويجاړ دي او د خپلو کورونو د بيارغولو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

دوى کې يو شمېر وايي، د ژمي رارسېدلو سخت اندېښمن کړي او وېره لري چې د واورې او باران له امله کورونه پرې را ونه‌ولېږي.

بلال وايي: له زلزلې وروسته مو کور نوي سلنه ويجاړ شوي، هېڅ د ژوند امکان په کې نه‌شته، هر څه مو ترې راویستلي دي، موږ ډارېږو چې د باران یا واورې له امله راباندې را ونه‌غورځېږي.

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي بلال ازادي راډيو ته وویل: "له زلزلې وروسته مو کور نوي سلنه ويجاړ شوي، هېڅ د ژوند امکان په کې نه‌شته، هر څه مو ترې راویستلي دي، موږ ډارېږو چې د باران یا واورې له امله راباندې را ونه‌غورځېږي، اوس موږ په خېمه کې ژوند کوو او هېڅ بنسټ تراوسه موږ سره مرسته نه ده کړې."

د هرات یو بل اوسېدونکی او زلزله ځپلی سردار محمد وايي چې لا هم مرستو ته اړتيا لري.

هغه وویل "ځينو سره مرسته وشوه، ځينو سره نه، پنځوس سلنه له مرستې پاتې دي، ځينې زلزله ځپلي خېمو کې اوسېږي، ځينې کډوال شول، ځينو خپله مېنې پرېښودې، ښارونو ته لاړل. زما کور اتیا سلنه ویجاړ شوی دی او اوس بل ځای ژوند کوو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم ویلي چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ له ویجاړونکې او مرګونې زلزلې یو کال وروسته هم ۲۵زره کورنۍ د خپلو سرپناوو د بیا رغولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

اوچا پرون یکشنبه د اکټوبر ۱۳مه پر خپله ايکس‌پاڼه په يو بيان کې ليکلي چې د بېړنيو مرستو د صندوق په همکارۍ يې تراوسه دوه لکه او ٧٥زره زیانمنو ته مرستې رسولي، خو ټینګار یې کړی چې خلک لا هم مرستو ته اړتیا لري.

دغه دفتر ویلي، په دې مرستو کې د زده‌کړو په ګډون بېړنۍ سرپناوې، خوراکي توکي، روغتیایي خدمات او د څښاک اوبه شاملې دي.

په هرات کې د تېر کال زلزلو له کبله د ویجاړیو یو انځور

تېر کال په هرات کې مرګونو او پرله‌پسې زلزلو سلګونه کسان مړه او زرګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په هرات کې د نښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ۴٧زره کورنۍ زيانمنې کړې، نږدې يونيم زره کسان مړه او نږدې دوه زره نور ټپيان شول.

د اوچا په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندویه ادارو لکه "يواین‌ډي‌پي"، "آی‌او‌ایم" او يوناما مخکې ويلي وو چې د هرات له زورورې زلزلې یو کال وروسته هم تراوسه پورې په لسګونو زره زیانمنو کسانو کافي لاسنیوی نه‌دی شوی.