خیبر کې د قامي جرګې د کمېټو د سلا مشورو دوام؛ ښايي اعلامیه یې نن ناوخته اعلان شي

په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د رابلل شوې قامي جرګې یوه څنډه

په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د رابلل شوې قامي جرګې د بېلابېلو کمېټو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د پښتونو د رابلل شوې قامي جرګې ګډونوال وايي، تمه ده چې نن دوی خپل وړاندیزونه د جرګې د عمومي پریکړې لپاره نهايي کړي.

د ملي جمهوري ګوند د مشرتابه پلاوي غړی او د جرګې ګډونوال حاجي شېر مسید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په جرګه کې چې د پښتنو کومې قبیلي او قومونه دي او همدا راز هغه قومپال سیاسي ګوندونه دي، موږ هیله لرو چې انشاالله دوی به خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د یوې ګټورې تګلارې له مخې په یوې ښې اعلامیه کې وړاندې کړي."

د پښتنو په دغه قامي جرګه کې د نارینه‌وو سربېره، د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو کې څخه مېرمنو هم برخه اخیستې ده.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د جرګې وروستۍ او عمومي پرېکړه به د ورځې ترپایه اعلان شي، خو په سیمه کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال وايي، ممکن د اتیا کسزې کمېټې له‌خوا د توحید شویو نظرونو پر بنسټ د جرګې اعلامیه ماسخوتن مهال اعلان شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د جرګې د یوې کمېټې غونډې په خبرو کې پر نړۍ غږ کړی چې د پښتنو د مظلومیت اواز دې واوري.

هغه وویل: "ټوله نړۍ دې واوري یو قوم چې په ۲۱ مه پېړۍ کې له عدالت پرته ژوند کوي، یو قوم چې په ۲۱ پېړۍ کې له امنیت، زده‌کړو او روغتیا پرته ژوند کوي، هغوی چې له یوبل سره لانجې ونه‌کړي نو څه به کوي."

تېره ورځ پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې د راټولې شویو معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال ادعا وکړه چې په تېرو ۲۰ کالو شاوخوا ۸۰زره پښتانه چې په هغه جګړه کې چې په ټکو یې د پښتنو نه هم وو وژل شوي او له شپږ زرو ډېر هغه ورک دي.

Your browser doesn’t support HTML5

منظور پښتين جرګې ته په مستند فلم کې څه وښودل او څه يې وويل؟

هغه همدا شان ویلي وو چې د جرګې وروستۍ پرېکړه به د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

د پښتنو په دغه قامي جرګه کې د نارینه‌وو سربېره، د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو کې څخه مېرمنو هم برخه اخیستې ده.

د جرګې ګډونوالې نادیې په جرګې د مېرمنو د ونډې په اړه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "په پښتون وطن کې له جګړو د سړیو ترڅنګ ښځې هم اغېزمنې شوي دي، د ښځو بچې ورک شوي دي، ګڼ تکلیفونه په ښځو هم تېر شوي دي، نو د ښځو استازولی ته زه ډېره خوشحاله یم او په مثبت نظر ورته ګورم."

د پښتو قامي جرګه شاوخوا درې میاشتې د پښتون ژغورنې د مشر منظور پښتین له لورې راوبلل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ رابلل شوې دې جرګې ته د "عدالت" نوم ورکړی او ویلي یې دي چې په‌کې به ولسونه په قاطع توګه په دې پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره په کومو شرایطو وړاندې تګ کول غواړي.

د اکټوبر په پنځمه د خیبر پښتونخوا ایالت امنیتي ځواکونو د جرګې په پنډ غالي برید وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره هلته لګول شوې خېمې یې وسوځولې، د دوی درې غړي یې ووژل، لسګونه نوریې ټپیان کړل او سلګونه نور یې ونیول، ځکه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نه‌شته چې څومره کسانو په دغه جرګه کې ګډون کړی، خو وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي وو چې د خیبر د ولسونو له ۳۰۰۰ ډېرې حجرې له مېلمنو ډکې دي، او اړتیا ده چې د پېښور ولسونه هم خپلې حجرې مېلمنو ته وقف کړي.‌