د تخار اوسېدونکي په ځوانانو کې د چرسو د اعتیاد ډېرېدو په اړه اندېښمن دي

يوشمېر معتادين

په تخار ولایت کې د چرسو د اعتیاد ډېروالی په‌دې ولایت کې د جدي روغتیايي او اجتماعي اندېښنو سبب شوی دی.

په‌‌‌‌دې لړ کې ځينو ځوانانو ازادي راډيو ته ويلي چې، بې‌کاري، د مصروفیت نشتوالی او د راتلونکي په اړه ناهيلي د دوی د اعتیاد عمده لاملونه دي.

د سلګونو ځوانانو له ډلې څخه یو هم روح‌الله دی چې څلور اولادونه لري.

دی وايي چې، د څو کالو راهيسې يې د ژوند د ستونزو او بې‌کارۍ له امله د چرسو نشو ته مخه کړې ده.

هغه وايي: "له کومې ورځې راهيسې چې چرس څکوم جسمي او رواني حالت مې سم نه‌دی، سر درد، ځان درد او لالهانده یم. اته اولادونه لرم، تل مې له ښځې او کورنۍ سره جنجالونه وي. چرس اسانه او ارزانه پيدا کېږي، د پنځوسو یا سلو افغانیو چرس رانيسو زموږ چاره په کېږي."

د روح‌الله خبرې د هغو زرګونو ځوانانو د غمجن ژوند بېلګه ده چې په‌‌‌دې موادو معتاد شوي دي.

دغه ډول ۴۵ کلن احمد فرید وايي چې، د لومړي ځل لپاره انډيوالانو له چرسو سره اشنا کړ او هماغه اشنايي يې د اعتیاد او بدمرغۍ پيل شو.

فرید چې د خپل وضعیت څخه ناراضه دی وايي، چرس نه یوازې دا چې د ده جسم او ذهن ته زیان رسولی دی، د کورنۍ لپاره يې هم لوی سرخوږی دی.

هغه وايي: "زه د ناوړه دوستانو سره د ناستی ولاړې له امله معتاد شوم، مصروفیت مو نه درلود، کور ته به راغلو هرڅه چې به لاس ته راغلل خرڅول مو او چرس به مو پرې رانیول، همدی چرسو زما روغتیایی وضعیت خراب کړی دی."

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې ډاکټران وايي، که څه هم له پخوا څخه د افغانستان ځوانانو د چرسو نشه کوله، خو دا چې په وروستیو کلونو کې چرس اسانه پيدا کېږي او نسبتا ارزانه هم دي، دې وضعیت په ځوانانو کې اعتیاد نور هم ډېر کړی دی.

د خیرالله صالح په نوم یوه اجتماعي فعال ازادي راډيو ته وويل چې، د چرسو په معتادینو کې باسواده او روشنفکره ځوانان هم شامل دي: "ډېری يې روشنفکره او باسواده دي، خو بې‌کاره دي او کورنۍ ورسره په تکلیف دي، ډېری يې په رواني ستونزو اخته شوي او ټولنه يې له ستونزو سره مخ کړې ده، ډېری غلاوي همدوی کوي، ځکه په خپل ځان خبر نه‌‌دي او دا د کورنۍ او ټولنې لپاره یوه لویه ستونزه ده، هغه ماشومان چې له دوی سره اوسېږي له بدمرغۍ پرته بل څه نه زده‌‌کوي."

د تخار ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې ډېری جرمونه معتادين کوي او دا مسئله اوس په یوې جدي اجتماعي ستونزې اوښتې ده.

د تخار ولایت اوسېدونکي په ځوانانو کې د چرسو د نشو علت د کار او مصروفیت نشتوالی بولي او اندېښنه څرګندوي چې، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، روغ ځوانان به هم نشو ته وهڅول شي او په‌‌دې ولایت کې به د چرسو معتادین نور هم ډېر شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د تخار اوسېدونکي په ځوانانو کې د چرسو د اعتیاد ډېرېدو په اړه اندېښمن دي