يونسکو: که د افغان نجونو پر زده‌کړو بنديز تر ۲۰۳۰پورې دوام وکړي، تر ۴ميليونه ډېرې نجونې به اغېزمنې شي

ارشيف

په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز اندېښنو ته په دوام د ملګروملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) وايي، که دا بندیز تر ٢٠٣٠ پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونه زیاتې نجونې به اغېزمنې شي.

یونسکو دا خبره له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې، د اکتوبر د ١١مې د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پرون د شپې ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه کړې ده.

هم‌مهاله افغانستان لپاره د سويډن کمېټې هم د یادې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې نه یوازې ۱.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده‌کړو څخه بې‌برخې دي، بلکې هغه نجونې هم چې هيڅکله ښوونځي ته نه‌دي تللي د بې‌وزلۍ، جګړو او زیان رسوونکي جنسیتي نورمونو له امله له زده‌کړو لیرې ساتل شوي دي.

یادې کمېټې پرون په خپله ایکس‌پاڼه دا هم لیکلي چې، په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې پانګونې ته بېړنۍ اړتیا ده.

هم‌‌مهاله د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې هم ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د نړیوالو قوانینو له‌‌مخې طالبان د جنسیتي تبعیض لپاره حساب ورکوونکي وګرځوي.

میلیني جولي د شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې، چېرې چې ښځې او نجونې د تصور نه وړ ستونزو سره مخ دي، موږ باید د دوی ملاتړ ته ودرېږو.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي

د فیمینا په نوم یو خپلواک سازمان هم چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو او سازمانونو ملاتړ کوي، په ورته مناسبت پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو ظلمونه بې‌ساري بللي دي.

"ما غوښتل چې ډاکټره یا ښوونکې شم، خو طالبان موږ نه‌پرېږدي او زده‌کړې مو پاتې شوې دي."
يوه زده‌کوونکې

ياد سازمان د اکتوبر په ١١مه د شپې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغان نجونې لا هم زده‌کړو ته له لاس‌رسي منع دي او ان غږونه یې جرم ګڼل کېږي.

یوشمېر افغان نجونې هم وايي، برخلیک یې تیاره دی.

د پلازمېنې کابل يوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوه يې په راپور کې واخيستل شي او پر زده‌‌کړو د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله، په کور ناسته ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "نه‌شو کولای خپلې هیلې تعقیب کړو، ځکه وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او ډېر محدودیتونو پر افغان نجونو لګول کېږي."

دغه راز يو بله نجلۍ چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکې ده او دا هم نه‌غواړي نوم يې ياد شي، وايي: "ما غوښتل چې ډاکټره یا ښوونکې شم، خو طالبان موږ نه‌پرېږدي او زده‌کړې مو پاتې شوې دي."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا له څو میاشتو تېرېدو وروسته یې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

په دې اړه نور: د یونسکو عمومي مشره: په افغانستان کې د ښځو یو نسل د قرباني کېدو له ګواښ سره مخ دی

ملګروملتونو، یونېسف او ګڼو نورو نړیوالو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې دا بندیز لېرې کړي او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت په‌دې اړه خپل دریځ نه‌‌‌دی بدل کړی.

طالبانو دغه شان نجونې او ښځې کار، تفریحي پارکونو او ورزشي لوبغالو ته له تګ، له شرعي محرم پرته له سفر هم راګرځولي او ګڼ نور محدودیتونه یې پرې لګولي دي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوي قانون کې بیا د دوی غږ او صورت هم عورت بلل شوي.

پر نجونو او ښځو د طالبانو دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخ ډول غندل شوي، خو طالب چارواکو تل ادعا کړې، چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه‌ده.