امریکا کې د یوه برید په پلان تورن افغان څوک او څنګه د ایف‌بي‌آی دام ته ولوېد؟

امریکا کې د یوه برید په پلان تورن افغان نصراحمد توحیدي

د امریکا د فدارلي څېړنو ادارې هغه افغان نیولی چې په وینا یې د اسلامي دولت یا داعش له ډلې متاثره شوی او د راتلونکو ټاکنو ورځې ته یې یو برید پلان کړی و.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي، نصیراحمد توحیدي د پوښتنو ګروېږنو پر مهال منلې چې ده او د همدې پلان یوه ملګري یې غوښتل راتلونکې میاشت د امریکا د ټولټاکنو په ورځ یوه حمله وکړي او خپله هم د ده په ټکو "شهیدان" شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا دغه خبرې د تورونو په هغو اسنادو کې لیکل شوي چې عدلیې وزارت د همدې قضیې په اړه چمتو کړي دي.

توحیدي چې د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر کې د "ایس‌آی‌وي" یا ځانګړې ویزې له لارې امریکا ته تللی و، په‌دې وروستیو اوونیو کې یې د خپلې پلان شوې حملې په کار کې پرمختګ کړی و.

د راپور له‌مخې، هغه دوه کلاشینکوفونه اخیستي‌ وو، د خپلې کورنۍ شتمني یې پلورله، مېرمنې او ماشوم ته یې د افغانستان یو طرفه ټکټ کړی و.

د داعش له افکارو متاثره شوی دغه افغان داسې مهال نیول کېږي چې د امریکا د فدرالي څېړنو اداره په متحده‌ایالتونو کې د سخت‌دریځو د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

دغې ادارې د سه‌‌شنبې په ورځ ویلي: "د ترهګرو ځپل لا هم د ایف‌بي‌ای یو لومړیتوب دی او دوی به له هرې لارې کار واخلي چې د امریکایانو ژوند خوندي کړي."

د توحیدي د تورونو په اسنادو کې هغه انځور ځای په ځای شوی چې ویل کېږي، د توحیدي دی او هغه د خپلې لور په ګډون دوو ماشومانو ته له مرګ وروسته د شهید د اجرونو ستاینه کوي.

دوی هغه مهال د ایف‌بي‌آی دام ته ولوېدل چې کله یې پر فېس‌‌بوک د شخصي توکو د خرڅلاو اعلان کېښود.

"ایف‌بي‌آی" هغه مهال ورته یو جاسوس معرفی کړ، چې ورسره خبرې وکړي او اړیکه ورسره ونیسي.

د ایف‌بي‌آی پولیس د عملیاتو پر مهال

وروسته همدې جاسوس خپل یو بل همکار دغه کس ته معرفي کړی چې، ګواکې د وسلو تجارت کوي او دې افغان له همدې کسه دوه کلاشینکوفه اخیستي دي.

چارواکو ویلي، توحیدي د داعش له تبلیغاتو استفاده کوله او د داعش اړوند یوه خیریه بنسټ سره یې کار کاوه.

د "ایف‌بي‌آی" په وینا، توحیدي له هغه کس سره هم اړیکه نیولې چې سختدریځۍ ته د لېواله کسانو په استخدام کې یې لاس درلود.

د امریکا عدلیې وزارت د حملې په پلان کې د توحیدي شریک نه‌دی معرفي کړی، خو ویلې یې دي چې نوموړی یو افغان او د توحیدي د مېرمنې ورور دی.

توحیدي‌ د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه ونیول شو چې ارډر شوي دوه کلاشینکوفونه او مهمات یې ترلاسه کړل.

د هغه اوښی هم نیول شوی دی، خو هویت یې ځکه پټ ساتل شوی چې عمر یې کم دی.

پر توحیدي د داعش د مادي ملاتړ او یوې توطيې تور پورې دی.

داعش د متحده‌ایالتونو له‌خوا د بهرني ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د دغه تور جزا تر شلو کلونو پورې زندان ښودل شوی دی.

هغه د سه‌شنبې په ورځ محکمه کې له راڅرګندېدو وروسته توقیف خونې ته لېږل شوی، خو معلومه نه‌ده چې مدافع وکیل لري او که نه.

د اوکلاهوما ښار په څنډه کې د هغه کور په انګړ کې چې دوه پوړه لري او ویل کېږي د توحیدی دی، د خرڅلاو اعلان نصب شوی دی.

اسوشیتید پریس لیکلي، هغې مېرمنې چې ځان یې د توحیدي ښځه بللې، له دوی سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

بل لور ته شاون وان ډایور چې له افغانستانه د افغانانو د تخلیې د یوه ایتلافي پروګرام مشر دی ویلي، پر توحیدي لګیدلي تورونه جدي دي، خو په وینا یې دا انفرادي قضیه ده او د یوه کس پر سر باید ټوله ټولنه ملامته نه‌شي.