کندهار کې د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه؛ کروندګر د قطره‌يي خړوبولو سیستم کاروي

په کندهار کې د قطره‌يي اوبو د تطبیق له بهیره یو انځور

په کندهار کې یو شمېر کروندګرو د اوبو د کمښت له امله د قطره‌یي یا اوبو څاڅکو سیستم ته مخه کړې چې په دې وروستیو کې د وچکالۍ او د اوبو د سطحې ټیټېدو له امله یو اړین بدیل ګڼل کېږي.

دا سیستم کروندګرو ته دا وړتیا ورکوي چې د نباتاتو د امراضو د مخنیوي ترڅنګ په لږو اوبو او ټیټ لګښت ډېره ځمکه خړوبه کړي.

د اوبو دا څاڅکي سیستم د انرژۍ او اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره یوه عصري چاره بلل کېږي.

له دې یوې دستګاه څخه سل جریبه ځمکه په شپږ انچه اوبو د څاڅکو له لارې خړوبېږي، خو په دودیزو میتودونو کې د دغې کچې ځمکې د خړوبولو لپاره څو برابره زیاتو اوبو ته اړتیا وي.

ولي جان حکیمي، د کندهار د دامان ولسوالۍ یو له هغو کروندګرو څخه دی چې په خپلو ځمکو کې یې قطره‌یي سیستم نصب کړی دی.

دی وايي، د دې سیستم یوه لویه ګټه دا ده چې په لږو اوبو ډېر حاصل ترلاسه کوي.

هغه وویل: "دا سیستم د پخواني سیستم په پرتله ډېره هوساینه لري، یواځې پیپونه راکشوو، ځمکه هوارول نه غواړي، هر بوټي ته په خپل ټاکلي اندازه کود او اوبه رسېږي."

قطره‌يي سیستم کروندګرو ته دا وړتیا ورکوي چې د نباتاتو د امراضو د مخنیوي ترڅنګ په لږو اوبو او ټیټ لګښت ډېره ځمکه خړوبه کړي.

عصمت الله، چې په کندهار او نورو ولایتونو کې باغونه او ځمکې په قطره‌یي سیستم اړولي، وايي چې د قطره‌یي سیستم یوه لویه ګټه دا ده چې له یوه نبات څخه بل ته ناروغي نه انتقالېږي.

د دې سیستم له امله اوبه یواځې د نباتاتو ریښو ته رسېږي چې له یوې برخې څخه بلې ته د ناروغۍ د خپرېدو چانس له منځه ځي.

عصمت زیاتوي چې د قطره‌یي سیستم له لارې کیمیاوي سرې او دواګانې په اسانۍ او په یوځل ځمکې ته ورکول کېږي چې دا کار نه یواځې وخت سپموي، بلکې لګښتونه هم راکموي.

هغه وویل: "دا سیستم په ځان کې ټانکۍ لري چې په هغه کې کود او درمل په اوبو کې ګډېږي او د بوټي بیخ ته رسېږي."

په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د اوبو سطحه په ډېر چټکۍ سره ټيټېږي او دا ستونزه په ځانګړې توګه د کندهار په څېر وچو سیمو کې جدي شوې ده.

د کرنې په برخه کې ماهرین وايي چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره باید په پراخه کچه د قطره‌یي سیستم په څېر عصري ټکنالوژي وکارول شي څو نه یواځې اوبه سپما شي، بلکې کروندګر وکولای شي خپلو کرنیزو چارو ته په اسانۍ دوام ورکړي.

په کندهار کې دا مهال یو خصوصي شرکت د قطره‌یي سیستم د تطبیق په برخه کې فعال دی.

تر دې دمه دغه شرکت په زرګونو جریبه ځمکه د دې سیستم تر پوښښ لاندې راوستې ده.

د دې شرکت مسوول محب‌الله هوتک وايي، په کندهار کې د اوبو د کمښت له امله د دې سیستم اړتیا زیاته شوې ده.

محب‌الله هوتک زیاتوي: "قطره‌یي سیستم د بزګر لپاره ګټور دی ځکه حاصلات زیاتوي، نباتات له امراضو ساتي، او اوبه سپما کوي."

د کرنې په برخه کې ماهرین وايي چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره باید په پراخه کچه د قطره‌یي سیستم په څېر عصري ټکنالوژي وکارول شي څو نه یواځې اوبه سپما شي، بلکې کروندګر وکولای شي خپلو کرنیزو چارو ته په اسانۍ دوام ورکړي.

په افغانستان کې د وچکالۍ او د اوبو د ټیټې سطحې له امله د اوبو سپما یوه جدي اړتیا ګڼل کېږي.

کرنیز ماهرین باور لري چې د قطره‌یي سیستم په څېر نوې ټکنالوژي کولای شي د اوبو د ستونزې په حل کې اغېزناکه ثابته شي او په دې سره به کروندګرو ته د خپلې ځمکې د خړوبولو په برخه کې لویه مرسته وکړي.