کابلوف: بريکس ته د طالبانو رابلل په غړو هېوادونو پورې اړه لري؛ طالبان څه وايي؟

ارشيف

روسیه وایي بریکس غونډې ته د طالبانو د حکومت بلنه یوازې دوی نه، بلکې د دې سازمان ټولو غړو پوره اړه لري.

د روسیې تاس خبري اژانس پرون جمعه (د اکټوبر په ۴مه) په خپل یو راپور کې ویلي، افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو د مشورتي فورم له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، بريکس غونډې ته د بلنې په اړه د موافقې د مېکانېزم له‌مخې پرېکړه کېږي او دا په‌دې پورې اړه لري، چې د بريکس نور غړي په‌‌دې اړه څه ډول غبرګون ښيي.

"د دغه ډول نړیوال فورم چې هغه پر نړۍ اغېزې غوړولی شي، په هغه کې د افغانستان ګډون هغه که رسمي وي یا غیر رسمي، دا د افغانستان د ولس لپاره ډېر مهم دی
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړې، دې غونډې ته چې لږ وخت ورته پاتې دی روسيه نه‌شي کولای په يو اړخيز ډول د خپلو شريکانو له رضايت پرته نورو هېوادونو ته بلنه ورکړي.

ټاکل شوې د دغه اقتصادي سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه د اکتوبر له ۲۲ تر ۲۴مې د روسیې په کازان کې جوړه شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې، د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د تېرې سپټمبر میاشتې په ۲۴مې ویلي وو، دوی د بریکس سازمان غړو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لري، نو په‌‌دې غونډه کې د ګډون غوښتنونکي دي.

د بریکس د غړو هېوادونو مشران

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د هيڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، خو د چین او روسیې په ګډون د بریکس له بنسټ ایښودونکو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر ریشتیا د افغانستان روان اقتصادي وضعیت او ستونزو ته په کتو بریکس تړون سره یو ځای کېدل د دغه هېواد په ګټه بولي.

نوموي ازادي راډيو ته وويل: "له هغه ځایه چې افغانستان په‌دې تېرو درې کلونو کې له اقتصادي ناورین سره مخ دی، دغه ډول ناستې کولای شي لګول شوي بندیزو پرې لرې کړي او دغه هېواد خپلې اقتصادي ستونزې له ګاونډیو هېوادونو سره شریکې کړي."

د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم هم ورته نظر لري: "د دغه ډول نړیوال فورم چې هغه پر نړۍ اغېزې غوړولی شي، په هغه کې د افغانستان ګډون هغه که رسمي وي یا غیر رسمي، دا د افغانستان د ولس لپاره ډېر مهم دی، په بریکس کې د افغانستان (طالبانو) ګډون هغه که په هر شکل وي دا په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخه کې خورا اغېزې کولای شي."

په دې اړه نور: طالبانو په بریکس اقتصادي تړون کې د غړیتوب غوښتنه کړې

بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د روسیې په نوښت جوړ شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو.

دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له بریک څخه په بریکس بدل شو.

خو ایران، متحده عربي امارات، مصر او اتیوپیا یې تازه غړي دي.