هاشم صفي‌الدین څوک دی؟

د حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفي الدین

په لبنان کې د حزب‌الله پر وړاندې د اسراییل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې جګپوړی مشر هاشم صفي‌الدین چې د پخواني مشر حسن نصرالله ځای ناستی بلل کېږي، په یوه برید کې په نښه شوی دی.

صفي‌الدین د حزب‌الله د پخواني مشر حسن نصرالله چې تېره اوونۍ په بیروت کې د اسراییل په هوایي برید کې ووژل شو، ترورزی دی.

نوموړی د حزب‌الله په ډله کې چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، یوه جګپوړې څېره ده چې د راپورونو له مخې، پرون پنجشنبې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې په نښه شوی، خو تراوسه نه ده څرګنده چې نوموړی وژل شوی او که له دې بریدونو روغ وتلی.

حزب‌الله چې د لبنان د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري او د دې هېواد په پارلمان کې څوکې هم لري، پوځي څانګه یې اروپایي ټولنه یوه ترهګره ډله بولي.

د ازادې اروپا/آزادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، صفي‌الدین له دغې شیعه ډلې سره چې له ایران سره نژدې اړیکي لري، په ۱۹۸۰ لسیزه کې د هغې له تاسیس وروسته یوځای شو.

‌‌ډېرو انګېرلې وه چې ښایي نوموړی د نصرالله ځای ناستی وي.

نوموړی د حزب‌الله د اجرایوي ارګان چې د دې ډلې سیاسي چارې تنظیموي، مشر دی.

هغه د تصمیم نیوونکې شورا ترڅنګ د جهادي شورا غړی هم دی چې د دې ډلې پوځي عملیات پرمخ وړي.

د امریکا متحدو ایالتونو صفي‌الدین په ۲۰۱۷م کال کې د یوه تروریست په توګه ونوماوه.

نوموړی چې لنډه ږیره لري، هغسې تور پګړی پر سر کوي چې حسن نصرالله به په سرکاوه.

د نژدې ختیځ په چارو کې د واشنګټن انسټېټیوټ څېړونکی متیو لیویټ چې د حزب‌الله په اړه یې یوکتاب هم لیکلی، وایي، دې ته په پام چې هاشم صفي‌الدین د نصرالله ترورزی دی او له اوږدې مودې د هغه ځای ناستی بلل کېږي، داسې انګېرل کېږي چې ښایي هغه به وکولای شي چې د حزب‌الله لوړپوړي چارواکي په ځان راټول کړي.

د حزب الله د مخکېني مشر حسن نصرالله انځور چې تېره اوونۍ د اسراییلو برید کې ووژل شو.

خو د نوموړي په خبره، هغه د نصرالله جذابیت یا کاریزما نه لري او داسې سازمان په ارث اخلي چې د خپلې پخوانۍ تر سیوري لاندې دی.

د اسراییل په برید کې د حسن نصرالله وژل کېدل، د حزب‌الله لپاره یوه سخته ضربه وه.

دغه شیعه ډله په وروستیو میاشتو کې ډېره نوره هم ځپل شوې.

د اسراییل په بریدونو کې یې د مشرتابه ډېر جګپوړي غړي وژل شوي، د پوځي وړتیاوو ډېره برخه یې ویجاړه شوې او مخابراتي سیستم یې هم ګډوډ شوی دی.

د حزب‌الله پخواني مشر حسن نصرالله په څه باندې ۳۰ کلونو کې له ایران سره اړیکو ته پراختیا ورکړې، له هغه هېواد سره چې په سیمه کې د حزب‌الله تر ټولو کلک ملاتړی بلل کېږي.

تهران له مالي او سیاسي پلوه د دې ډلې پراخ ملاتړ کړی چې پر مټ یې حزب‌الله په لبنان کې پر یوې پیاوړې سیاسي او پوځي او په سیمه کې پر یوې لویې لوبغاړې بدله شوې ده.

صفي‌الدین چې د لبنان په جنوب کې زېږېدلی هم له ایران سره نژدې اړیکې لري.

هغه د ایران په قم ښار کې چې د شیعه‌ګانو مذهبي مرکز بلل کېږي، زده‌کړې کړې او ورور یې هم په ایران کې د حزب‌الله استازیتوب کوي.

همدارنګه د صفي‌الدین زوی د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني چې په ۲۰۲۰م کال کې په بغداد کې د امریکا په یوه هوایي برید کې ووژل شو، له لور سره واده کړی دی.