د ايران او اسراييلو کړکېچ؛ ايران کې مېشت افغان کډوال يې اندېښمن کړي

په تهران کې يو افغان کډوال

د ایران او اسرايیلو ترمنځ په وروستیو کې د ترینګلتیا زیاتوالي په ایران کې ګڼ‌شمېر افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

پر اسراييلو د ايران راکټي بريدونو او د غچ اخيستو په اړه د اسراييلو خبرداري، ډېری افغان کډوال په دغه هېواد کې د دوی د امنیت او برخليک په اړه اندېښمن کړي دي.

ډېری دوی چې د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته کډه شوي، وايي چې په‌دې وروستیو کې د ایران او اسراییلو ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالي د دوی ژوند او کاري فرصتونه اغېزمن کړي دي.

ځینې یې د احتمالي جګړې له وېرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د تېښتې په فکر کې دي.

د ښځو د حقونو يوې افغان فعالې حليمې پژواک چې د محدوديتونو او امنيتي ګواښونو له امله ايران ته کډه شوې وه، ازادي راډيو ته وویل: "موږ له افغانستان څخه ایران ته ځکه راغلي یوو چې افغانستان خوندي نه وو او نن ورځ له بده‌مرغه د اسرايیلو او ایران تر منځ د ترینګلتیا زیاتوالی ښيي چې په سیمه کې به یوه جګړه وشي، موږ نه پوهېږو چې له‌دې وروسته به چېرته ځو. له بده‌مرغه د ملګروملتونو د بشري حقونو سازمانونو هم د افغانستان خلک هېر کړي، موږ ټول په دې فکر کوو چې د نړۍ په کومه سیمه کې پناه واخلو."

حليمه پژواک

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر امید پویا په‌داسې حال کې چې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي، وايي چې په‌دې وروستیو کې ډېری یې له ایران څخه په تېښته دي.

موږ کارګران یو، موږ دلته د کار کولو لپاره راغلي یوو، څو د ځان او کورنۍ لپاره پیسې وګټو، موږ هیله لرو چې جګړه پیل نه‌شي."
ايران کې يو افغان کډوال

نوموړی وايي: "هغه کډوال چې دلته دي او هغه کسان چې ویزې لري یا د ویزې وخت یې پوره شوی، یا هم د تفریح او درملنې لپاره راغلي دي، غواړي چې ورو ورو افغانستان ته ولاړ شي، چې داسې نه وي چې نن یا سبا اسراییل غچ واخلي، هغه کسان چې په ایران کې پاتې کېدو ته اړ دي سخت اندېښمن دي، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي له امله افغانان بې روزګاره او بېلابېلو هېوادونو ته کډوال او مسافر شول او نن ورځ د خلکو په هېواد کې له اندېښنو سره ژوند کوو."

عزیزالله ولي‌زاده په ایران کې یو بل افغان کډوال چې د بې‌کارۍ له امله ایران ته تللی، په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له جګړې نه هیڅ هم نه جوړیږي، دواړه هېوادونه پر یو بل بریدونه کوي او یو بل له‌منځه وړي او دلته کډوال د خپلو اولادونو او کورنیو په اړه اندېښمن دي او هر چېرې چې دوی کار کوي په ژبه يې همدا خبره ده، چې څه وکړو، موږ کارګران یو، موږ دلته د کار کولو لپاره راغلي یوو، څو د ځان او کورنۍ لپاره پیسې وګټو، موږ هیله لرو چې جګړه پیل نه‌شي."

په ایران کې د افغان کډوالو دا اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتېدو له امله خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې سمدستي له ایرانه ووځي.

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره سم زرګونه افغانان ايران، پاکستان او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول.

بریتانیا او هند هم له خپلو اتباعو غوښتي چې ایران ته له تلو ډډه وکړي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د ایران حکومت وايي، پر اسرايیلو یې ۲۰۰ توغندي ویشتلي، خو د اسرايیلو پوځ راپور ورکوي، د ایران له لوري ویشتل شوي ټول ۱۸۰ راکټونه یې خنثی کړي چې په پایله کې یې یوازې دوه کسان ټپیان شوي دي.

اسراییلو ویلي دي چې د دې بریدونو غچ به اخلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په میلیونونه افغانان ایران ته کډه شوي او د هغو معلوماتو له‌مخې چې یوه میاشت وړاندې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنري (یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار) پر وېب‌پاڼه خپاره شول، اوس‌مهال په ایران کې شاوخوا ۸،۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.