ایا ایران د حزب‌الله په دفاع کې پر اسراییلو مستقیم برید کولای شي؟

د ايران مذهبي مشر ايات الله علي خامنه‌يي او د اسراييل صدراعظم بنيامين نتنياهو

د لبنان پر حزب‌الله ډلې د اسراییل له مرګونو بریدونه وروسته پر ایراني مشرانو فشار زیات شوی، چې د اسراییل ځواب ووایي.

د سپټمبر په ۲۷مه د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله تر وژنې وروسته ایران له یوه ازمېښت سره مخامخ دی.

که چېرته ایران په لبنان کې د شوې دغې حملې په غچ کې پر اسراییلو مستقیم برید وکړي، ممکن د خپل تاریخي دښمن (اسراییل) ټول احساسات وپاروي.

برعکس که ایران له زغمه کار اخلي او د اسراییل په وړاندې کوم ښکاره اقدام نه‌کوي، ممکن د متحدانو ترمنځ خپل اعتبار ته زیان ورسوي.

حزب‌الله چې یوه وسله‌واله او سیاسي ډله ده او د لبنان پر جنوبي برخه تر ډېره کنټرول لري، دا مهال د اسراییل له پرله‌پسې بریدونو سره مخامخ ده.

دغه ډله د اسراییل په وړاندې د ایران د مقاومت اصلي محور دی او د اسراییل په وړاندې د ایران جنګېدونکې نیابتي ډله ده.

امریکا دغه شیعه مذهبه ډله د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې يې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله لیکلي، داسې نه برېښي چې ایران دې د حزب‌الله په دفاع کې پر اسراییلو مستقیم برید وکړي، ځکه دا به ایران ته د لوړې بیې په یوې هر اړخیزې جګړې تمام شي او تهران داسې یوه اقدام ته لېوالتیا نه‌لري.

د حزب‌الله وژل شوی مشر حسن نصرالله

کارپوهان وایي، د یوې بشپړې جګړې په صورت کې په واضح ډول اسراییل د ایران پرتله ډېره پوځي وړتیا لري، خو په خبره یې د ایران د بې‌پيلوټه الوتکو او توغندیو سرچینې هم د پام وړ یو ګواښ رامنځته کولای شي.

د ایران د چارو یوه څېړونکي او په واشنګټن کې د ډیموکراسیو د دفاع د یوه تحقیقاتي مرکز غړي بهنام طالبلو ازادي راډیو ته ویلي: "د متعارفو پوځي وړتیاو کمښت او په سیمه کې ترهګرو ډلو ته پرله‌پسې ضربو د اسراییل په وړاندې د ایران غوراوي له بده بدتره کړي دي."

"د متعارفو پوځي وړتیاو کمښت او په سیمه کې ترهګرو ډلو ته پرله‌پسې ضربو د اسراییل په وړاندې د ایران غوراوي له بده بدتره کړي دي."

ایران د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې پر اسراییلو د سلګونه توغندیو برید وکړ، هغه برید وروسته تر هغه وشو چې اسراییل په سوریه کې د ایران ۷ لوړپوړي قومندانان ووژل.

ښاغلی طالبلو وایي، که ایران بیا هم د اسراییل له لوري خپلې خاورې ته کوم ګواښ مشاهده کړي، ممکن پر اسراییلو بیا مستقیم برید وکړي.

که څه هم دا مهال د اسراییل په وړاندې د مستقیم اقدام غوراوی د ایران د مشرانو پر مېز نه‌شته، د چارو پوهان وایي، ایران کولای شي سیمه کې خپلې نیابتي ډلې د اسراییلو په ضد وکاروي.

د ایران دغه نیابتي ډلې د عراق شیعه مذهبه ملېشه، د یمن حوثي اورپکي او د سوریې ملېشه ځواکونه یاد شوي دي.

وړاندې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې د جګړې له پيله د ایران همدې نیابتي وسله‌والو ډلو او دغه راز حماس او حزب‌الله لویه ضربه خوړلې او همدې کار له اسراییله د ایران د غچ اخیستنې اقدام له شک سره مخامخ کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي

بل لور ته د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي په لبنان کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله تر وژلو وروسته اسراییل ته د دوی له‌خوا د کوم مستقیم ځواب ټټر ونه واهه.

د نوموړي دغه دریځ بیا په ایران کې د حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د مشر اسماعیل هنیه د وژلو پر مهال بل ډول و.

په تېره جولای میاشته کې د هنیه له وژلو وروسته خامنه‌یي اسراییل ته د سخت غچ ګواښ وکړ.

له‌دې ټولو سره هم‌مهاله په منځني ختیځ کې حالات نازک دي او د جګړې د لا پراختیا ویره پر ځای ده.

دې ترڅ کې اسراییل له نن سهار وختي راهیسې د لبنان پر جنوب ځمکني عملیات پيل کړي چې د ترکیې په ګډون یې د سیمې د یوشمېر هېوادونو غبرګونونه پارولي دي.