حسن نصرالله څوک و او څنګه د حزب الله مشر شو؟

حسن نصرالله چې د اسراییلو برید کې ووژل شو.

نصرالله، چې د حزب‌الله د غړو او اسراییلي ځواکونو تر منځ د روانو تاوتریخوالو او نښتو پر مهال یې ځان په واک کې ساتلی و، په تدریجي ډول په حزب الله کې پر یوه منلي شخصیت بدل شو.

په ۱۹۹۷م کال کې د حسن نصرالله د مشر زوی هادي وژنه د هغه د پلویانو په منځ کې د هغه شهرت زیات کړ.

په دې ډلې پورې تر ټولو مهمه اړونده پېښه په ۲۰۰۰م کال کې وه، کله چې حزب‌الله، د حسن نصرالله تر مشرۍ لاندې، بالاخره اسراییلی ځواکونه د لبنان له جنوب څخه وایستل او ۱۸ کلن اشغال یې پای ته ورساوه.

د ۲۰۰۶م کال په دوبي کې له اسراییل سره د حزب‌الله جګړه، چې ۳۳ ورځې یې دوام وکړ، نصرالله ته اجازه ورکړه چې خپله پوځي وړتیا وښیي، سره له دې چې په دې جګړه کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې لبنانیان او ۱۶۰ یي پوځیان یا وسله وال وو.

حزب الله په ۲۰۰۵م کال کې د لبنان د هغه وخت د صدراعظم رفیق حریري تر وژنې وروسته په دې وژنه کې په لاس لرلو تورن شوی و.

  • نصرالله د بهرني نفوذ د پراختیا په لټه کې

د خپل مشرتابه په لړ کې، حسن نصرالله نه یوازې په لبنان کې خپل نفوذ پراخ کړ، بلکې هڅه یې کړې چې په سیمه کې دا نفوذ زیات کړي او د نړۍ په نورو برخو کې مداخله وکړي.

دغه نفوذ په ځانګړې توګه په ۲۰۱۳م کال کې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد له رژیم څخه د ملاتړ په اعلان سره زیات شو.

د نصرالله تر مشرۍ لاندې، حزب الله د ایران د مشرانو او د سپاه پاسداران په بشپړ ملاتړ له عراق او یمن څخه نیولې تر فلسطیني ډلو پورې د سیمې په هېوادونو کې د تهران له ملاتړه برخمنو ډلو ته روزنه ورکړې ده.

حزب الله تاییده کړه چې مشر یې حسن نصرالله د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی.

عربي هېوادونو لکه بحرین، کویټ، مراکش او حتی اذربایجان د شیعه ډلو د پارولو په خاطر د حزب الله پر نفوذ نارضایتي څرګنده کړې ده.

په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې، حزب الله د اسراییل په شمال کې د توغندو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې د اسراییل او لبنان د پولې د دواړو غاړو اوسیدونکی ډېر ملکي وګړي یې بې ځایه کړي دي.

حزب الله، چې ادعا کوي دا کار د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره کوي، تر دې دمه هڅه کړې چې له اسراییلو سره د بشپړې جګړې مخه ونیسي.

  • د پیسو سپینول، مخدره توکي او شخصي ژوند

حزب الله، چې متحده ایالاتو پرې مالي بندیزونه لګولي، په مکرر ډول د حسن نصرالله تر مشرۍ لاندې د مختلفو هېوادونو له‌خوا په پیسو سپینولو او د مخدره توکو په قاچاق تورن شوی دی.

متحده ایالاتو په ځلونو پر هغو کسانو او شرکتونو بندیزونه لګولي چې د لبنان د حزب الله له مالي شبکې سره د پیسو په سپینولو کې مرسته کوي.

حزب الله د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري تروریستي ډله ګڼل کېږي.

د سیمې هېوادونو او یو شمېر نورو هېوادونو هم له اردن څخه تر ایټالیا پورې د نشه‌یي توکو په قاچاق کې د حزب الله د رول په اړه په ګڼ راپورونه ورکړي دي.

حسن نصرالله د ۱۹۶۰م د اګست په ۳۱مه د بیروت په لمنه کې د برج حمود په سیمه کې زېږېدلی، وروسته د بیروت جنوب ته کډه شوی دی.

ده واده کړی او پنځه ماشومان لري.

  • حسن نصرالله او قاسم سلیماني

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته، نصرالله وویل چې هغه له سلیماني سره له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسي تماس کې و.

حسن نصرالله له قاسم سلیمانی سره اړیکې او ملګرتیا د "لوی برکت" په توګه بیان کړه او ویې ویل: "موږ د دوو رښتینو وروڼو په څېر وو، زه تل چمتو وم چې خپل ژوند د قاسم لپاره قرباني کړم."

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه د ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد هوایي ډګر ته نژدې د بې پیلوټه الوتکې په عملیاتو کې ووژل شو.