د امریکا دفاع وزیر: یوه بشپړه جګړه به د اسراییل او لبنان لپاره ویجاړوونکې وي

د اسراییلو له لوري د لبنان یوه ویجاړه شوې سیمه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر خبرداری ورکړ چې "یوه بشپړه جګړه" به د اسراییل او لبنان لپاره "ویجاړوونکې" وي.

په داسې حال کې چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ کړکېچ دوام لري، د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسراییل او لبنان لپاره "بشپړه جګړه" به "ویجاړوونکې" پایلې ولري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، آسټن په لندن کې له خپلو برتانوي او اسټرالیايي سیالانو سره په کتنه کې وویل چې د کړکېچ له زیاتېدو سره- سره، د یوه ډیپلوماټیک حل د بریالیتوب امکان شته.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټ

هغه له دواړو خواوو وغوښتل چې یوه متفاوته لاره خپله کړي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې د پولې په دواړو غاړو کې خپلو مېنو ته د بېځایه شویو د ستنېدو د ډاډ لپاره یوې حل لارې ته اړتیا ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د نړۍ نورو مشرانو د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ په جګړه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده، خو د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر دغه وړاندیز رد کړی دی.

امریکا حزب الله د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر ویلي چې اوربند به یوې داسې موافقې ته لاره هواره کړي چې له مخې به یې د اسراییل او لبنان ملکيان خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پرون پنجشنبه وویل چې نتنیاهو تر اوسه له حزب الله سره د ۲۱ ورځني اوربند وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

په دې اړه نور: اسراییل له حزب‌الله سره د اوربند لپاره د امریکا او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی

دغه دفتر په یوه بیان کې ویلي، نتنیاهو د اسراییل پوځ ته امر کړی چې "په خپل ټول ځواک سره جګړې ته دوام ورکړي."

په عین حال کې، د لبنان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د سوریې ۱۹ پناه غوښتونکي او یو لبنانی وګړی وروسته له هغې ووژل شول، چې د اسراییل هوایي برید هغه وداني ویجاړه کړه چې کارګران په مېشت وو.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس راپور ورکړی چې د لبنان روغتیا وزارت پرون ویلي، دوه نور کسان د بیروت په جنوبي برخه کې هغه وخت ووژل شول چې د اسراییل په یوه هوایي برید کې یوه بله وداني وویشتل شوه.

په همدې حال کې د اسراییل دفاعي ځواکونو ویلي چې په دغه برید کې د حزب الله یو قوماندان محمد حسین سرور وژل شوی دی.