د لوبو له میدانه؛ راشدخان او رحمن‌الله ګربز د یو ورځنیو لوبغاړو په درجه بندۍ کې پرمختګ کړی

د افغانستان او سويلي افريقا کرکټ لوبډلو ترمنځ د مخکېنیو لوبو یو انځور. د عکس ښي لور ته ګربز او چپ لور ته راشدخان او د سویلي افریقا لوبغاړي

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې راشدخان او رحمن‌الله ګربز د کرکټ نړیوال شورا د یو ورځنیو لوبغاړو په تازه درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی دی.

د فوټسال په نړیوال جام کې افغانستان د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کې له پاراګوای سره سیالي کوي.

افغانستان په لومړۍ ځل له سویلي افریقا د یو ورځنیو لوبلو لوبلړۍ وګټله.

د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیات کړي دي.

د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو په روانو لوبو کې ګڼو لوبغاړو ښې لوبې کړې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو شل اوریز نړیوال جام پیلېږي.

د خپرونې په دوهمې نیمايي کې پخوانی لوبغاړی دولت خان احمدزی د سویلی افریقا پر وړاندې د ترسره شوې لوبلړۍ په ارزښتونو، ملي لوبډلې په مثبتو او منفي ټکو غږېدلی دی.

دا خپرونه بختيار ساحل چمتو کړې چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه