د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د لوبو له میدانه؛ شنونکي: د نیوزیلینډ پر وړاندې سیالي به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې په لومړۍ سیالۍ کې یوګاندا ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه.

د افغان کرکټ لوبډلې د لومړۍ بریا په تړاو کرکټ څارونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د روان شل اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبې د احتمالي لوبډلو په تړاو د کارپوهانو نظرونه اورېدلی شئ.

په خپرونه کې د روان شل اوریز نړیوال جام د ترسره شویو او راتلونکې اوونۍ د مهمو سیالیو لنډ راپور هم ځای پر ځای شوی.

نړیوال او اسیا جام ته د رسېدو په پار د افغانستان او قطر د فوټبال له مهمې سیالۍ هم خبرېږئ.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې د کرکټ چارو شنونکی فرهاد فدايي په دې غږېدلی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره باید کوم تدابیر ولري.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:51 0:00
XS
SM
MD
LG