د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د کرکټ نړیوال جام درشل؛ افغان لوبډله ۲ تمریناتي سیالۍ لري


د افغانستان یو شمېر کرکټ لوبغاړي
د افغانستان یو شمېر کرکټ لوبغاړي

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې؛

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په درشل کې دوه تمریناتي سیالۍ له عمان او سکاټلنډ سره ترسره کوي.

د کرکټ ملي لوبډلې وروستی لوبغاړی رحمن الله ګربز هم له ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.

په دې خپرونه کې به دا هم واورئ چې په شل اوریز نړیوال جام کې تر څو سیالیو ګټلو وروسته افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته رسېدای شي.

د فوټبال مینوالو ته بیا دا خبر لرو چې راتلونکې اوونۍ په لندن کې د اروپا د فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه ترسره کېږي.

او په دې به هم پوه شئ چې ولې د کرکټ کارپوهان په ای پي ایل کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د اتلولۍ راز ګاتم ګمبیر بولي؟ په دې تړاو درته رپورټ لرو.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې د کرکټ لوبې مبصر احمدفرهاد فدايي په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې په چمتوالي غږېدلی دی.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتوي کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:56 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG