د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د لوبو له میدانه؛ تر یوې بلې بریا وروسته به افغان کرکټ لوبډله د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېږي


افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چې په شل اوریز نړیوال جام کې تر یوې بلې بریا وروسته به افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېږي.

د نیوزیلینډ پر وړاندې د کرکټ وروستۍ بریا ته د کرکټ شنونکي بېلابېل غبرګونونه لري.

د کرکټ نړیوال شوار په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې محمدنبي د شل اوریزو سیالیو غوره الراونډر نومول شوی او نورو لوبغاړو هم مثبت پرمختګونه کړي دي.

په خپرونه کې د روان شل اوریز نړیوال جام د ترسره شویو او راتلونکې اوونۍ د مهمو سیالیو لنډ راپور هم ځای پر ځای شوی.

د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په پړاو کې افغانستان له کوېټ سیالي وبایلله، خو ایا لا هم اسیا جام ته د رسېدو چانس لري که‌نه؟ په خپرونه کې به پرې پوی شئ.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دولت خان احمدزی په دې غږېدلی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره باید کوم تدابیر ولري.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:09 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG