د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د لوبو له میدانه؛ د پاریس په المپيکي سیالیو شپږ افغان لوبغاړي ګډون کوي


د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې روانه اوونۍ د پاریس په المپيکي سیالیو کې شپږ افغان ګډون کوي.

د افغانستان لېست‌اې سیالیو پایلوبې ته د هندوکش سټرایکرز او ماهيپر ستورو لوبډلو لار پيدا کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ ناسته ترسره شوې او د افغانستان د کرکټ په تړاو په کې کومه ځانګړې خبره نه ده شوې.

د ښځینو ترمنځ د کرکټ اسیايي شورا سیالۍ دوام لري او تر دې دمه هندوستان او سریلانکا مخکې دي.

د انګلستان د نارینه او ښځینو سل بالیزه سیالۍ پیل شوې چې یو افغان لوبغاړی به هم په‌کې لوبېږي او د سریلانکا او هندوستان ترمنځ د کرکټ لوبلړۍ روانه اوونۍ پیلېږي.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:22 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG