اسراییل او حزب‌الله یو پر بل بریدونه کړي؛ د اسراییل دفاع وزیر: د جګړې یو نوی پړاو مو پیل کړی

د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د نښتو یو انځور

په داسې حال کې چې په غزه کې د سخت دریځې حماس ډلې د وسله‌والو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، د اسراییل دفاع وزیر په شمال کې د لبنان د حزب‌الله پر وړاندې پر بلې جبهې د تمرکز کېدو خبره کوي.

د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانټ وایي، د جګړې یو نوی پړاو یې پیل کړی چې هغه مېړانې، ارادې او استقامت ته اړتیا لري.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، ګالانټ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته داسې مهال وکړې چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په لبنان او سوریه کې په مخابراتي وسیلو کې د چاودنو په نتیجه کې له ۳۰ زیات کسان ووژل شول او نږدې درې نیم زره کسان ټپیان شول.

د راپور له مخې، ظاهراً اسراییل په دغه برید سره چې پیجرونه یا پیغام لېږدونکې وسیلې، مخابرې او نورې الکترونیکې وسیلې چې حزب‌الله یې ډېر کاروي، د دې ډلې غړي او ملاتړي په نښه کړي وو.

په داسې حال کې چې اسراییل او حزب‌الله د پنجشنبې په ورځ د پولو په اوږدو کې پر یوبل بریدونو ته دوام ورکړ، د حزب‌الله مشر حسن نصرالله وویل چې اسراییل په دغه برید سره له سرې کرښې تېر شوی او په وړاندې یې د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

نصرالله وویل، اسراییل په دغه برید کې په زرګونو پیجرونه په نښه کړي او هغه یې الوځولې دي.

حزب‌الله د خپل مشر له څرګندونو سره هممهاله اعلان وکړ چې د اسراییل په شمال کې یې پر څلورو ځایونو بریدونه کړي دي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله

اسراییل وویل چې پولې ته نږدې په دغو بریدونو کې یې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې د تېر کال د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل د حماس له‌خوا له برید وروسته چې اسراییل یې پر وړاندې په غزه کې جګړه پیل کړې، د حماس په ملاتړ له اسراییلي ځواکونو سره په نښتو کې ښکېله شوې ده.

وروستیو بریدونو ته په پام د نړۍ ډېرو مشرانو په سیمه کې د کړکېچ د پراخوالي په اړه ژورې اندېښنې ښودلي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې په لبنان کې بېسارې چاودنې به په سیمه کې روان کړکېچ لاپراخ کړي.

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز له ټولو اړخونو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.

هغه په مادرید کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره له خبرو وروسته وویل چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتوالی خطر بیا زیات شوی دی.

عباس غوښتنه وکړه چې مادرید دې په منځني ختیځ کې د سولې په اړه هغه ته د ورته د یو کنفرانس کوربه‌توب وکړي چې ۳۳ کاله مخکې یې کړی و.

د ترکیې د بهرنیو چاروزیر هاکان فیدان چې له اسراییل سره یې د هېواد اړیکې کړکېچنې دي، اسراییل تورن کړ چې په هغې ستراتېژۍ سره چې مخ ته کړې ېې ده، غواړي جګړه لبنان ته وغځوي.

په لبنان کې د ایران سفارت اعلان وکړ چې سفیر یې مجتبي اماني چې د سې شنبې د ورځې په چادونو کې ټپي شوی و، تهران ته لېږدول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په لبنان کې له ټولو امریکایي اتباعو غوښتي چې ډېر له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي او خپل امنیت ته پام وکړي.