افغان خبریالان: په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی نور هم محدود او سانسور ډېر شوی

ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه

په داسې حال کې، چې رسنیز بنسټونه د خبریالانو د ستونزو په هوارېدو غونډې کوي، یو شمېر افغان خبریالان ادعا کوي چې د طالبانو تر واک لاندې اطلاعاتو ته لاسرسی او سانسور بدتره شوی دی.

پر افغان خبریالانو او رسنیو د خبریالانو د محدودیتونو په دوام، یو شمېر خبریالان ادعاوې کوي چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی نور هم محدود او د دوی د رسنیزو فعالیتونو د مواردو سانسورولو زیات شوي دي.

د دوی په خبره، د طالبانو حکومت په کمه او محدوده توګه له خبریالانو سره معلومات شریکوي.

په افغانستان دننه یو افغان خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دیکتاتوره حکومتولۍ تل هڅه کوي چې تقریباً له یوې تقبیحي لارې له خبریالانو سره د هغوی د اړتیا وړ معلومات شریک کړي چې دا د رسنیو د خپلواکۍ یو ډول نقض دی."

څه موده مخکې د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده خپلو ویاندویانو ته امر کړی چې د هغو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه چې په ټکو یې یې د دوی دریځ یې په اړه روښانه نه دی، له خبرو کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

د افغانستان د خبریالانو مرکز نېږدې یوه میاشت مخکې وویل چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د پالیسیو د شدیدو یوه بېلګه د دوی د تازه فرمانوو صادرېدل دي.

د دغه مرکز په خبره، په تېرو ۱۲ میاشتو کې طالبانو رسنیو ته حد اقل درې نوي فرمانونه ورکړي چې په دې کې په رسنیو کې د ژبې او کلیمو د کارولو څرنګوالی، په کندهار کې د رسمي او غیررسمي غونډو د عکسونو او فلم اخیستو بندول، همدارنګه په خوست کې له تلوېزیونونو او راډیوګانو سره د نجونو پر اړیکو نیولو بندیز شامل دی.

بلخوا یو شمېر افغان خبریالان چې له ډېرې مودې راهیسې په ګاونډیو هېوادونو کې درېیمو هېوادونو ویزو ته دېره دي، د خپلو ستونزو شکایتونه کوي.

په پاکستان کې یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي رادیو ته وویل: "افغان خبریالان په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي چې نه افغانستان ته تللی شي او نه هم په ګاونډیو هېوادونو کې کار کولای شي، له ذهني او اقتصادي ننګونو سره مخ دي."

دغه خبریالان د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه په بې غورۍ تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بلجیم پلازمېنه بروکسل د افغانستان د خبریالانو د مرکز او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې په نوم بنسټونه له‌خوا ۵۰ زیاتو افغان ژورنالیستانو او اروپایي هېوادونو کې د جلاوطنه خبریالانو په ګډون د غونډې کوربه و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د سنبلې په ۱۶مه په خبله ایکس‌پاڼه کې په دې اړه لیکلي دي.

د دې ناستې یوې ګډونوالې او د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې مسوولې سمیې ولي زاده د دې ناستې د جوړېدو د موخې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې ناستې هدف له اوسني حالته د وتلو او په افغانستان کې د رسنیو د کارکولو د څرنګوالي په اړه دی، په دې ناسته کې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې، لکه د خبریالانو د خوندیتوب، اطلاعاتو ته د لاسرسي او په افغانستان دننه د ازادو رسنیو څار او ورته د عدالت غوښتنې په اړه بحثونه وشول. د افغانستان د خبریالانو مرکز هیله‌من دی چې دا ناسته د خبریالانو او رسنیو د اوسني وضعیت لپاره ګټوره پایله ولري."

همدا تېره اوونۍ د حمید فرهادي په نوم د یو خبریال خپلوانو د طالبانو له‌خوا د هغه او د هغه د ورور د نیولو ادعا وکړه.

حمید فرهادي

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې اروپا او شمالي امریکا کې افغان جلاوطنه خبریالانو درې اوونۍ مخکې وویل چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ملي ګټو په رڼا کې د رسنیو د فعالیتونو ملاتړ کوي او هېڅ خبریال د هغه د دندې یا رسنیز فعالیت له امله نه دی نیول شوی.