د امربالمعروف قانون ته د غبرګونونو دوام؛ د بشري حقونو شورا: طالبان دې دا قانون ژر تر ژره لغوه کړي

د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وایي، طالبان دې ژر تر ژره د امر باالمعروف قانون لغوه کړي.

په‌داسې حال کې چې د طالبان له‌خوا د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوم د اعلان شوي قانون یوه اوونۍ تېرېږي، ورځ بلې ته یې په وړاندې په کور دننه او بهر غبرګونونه په زیاتېدو دي.

تازه پرون سه‌شنبه (د اګسټ ۲۷ مه) د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په‌دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې «دا قانون دې ژر تر ژره لغوه» کړي.

په‌دې خبرپاڼه کې د دې شورا د عالي کمېشنر ولکر ترک په حواله راغلي، چې دا قانون له ټولنې افغان ښځې په بشپړه توګه حذفوي او په ټکو یې انفرادي خپلواکي ترې اخلي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاندې روینا شم داساني پرون سه‌شنبه په یوه خبري ناسته کې د دغې شورا د عالي کمېشنر په حواله زیاته کړه: "دوی (طالبان) په‌دې هڅه کې دي چې هغوی (ښځې) تیارو ته بوځي، د دوی غږونه او زده‌کړې نور جواز نه‌لري، ان د دوی مخونو ښکاره کولو اجازه نه‌شته، دوی (طالبان) باید دا محدودیتونه ودروي، موږ باید د دې په اړه خبرو ته دوام ورکړو او په چارواکو فشار راوړو چې زموږ غږونه واوري."

په دې اړه نور: اروپايي ټولنه: د امربالمعروف قانون به د نړيوالو له‌خوا د طالبانو رسميت پېژندل نور هم سخت کړي

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، د دې قانون ډېری موارد مبهم دي او نور مذهبونه او ادیان په‌کې په پام کې نه‌دي نیول شوي.

وړاندې راغلي چې، دا قانون دغه راز د امر باالمعروف محتسبینو ته اختیاري واکونه ورکوي چې خلک توقیف کړي، دوی ته سزا ورکړي او یایې محکمو ته ورمعرفي کړي.

بل‌خوا د بښنې نړیوال سازمان هم دا قانون پر بشري حقونو "وحشیانه" برید ګڼلی او ویلي یې دي، چې طالبان دې دا قانون ژر تر ژره لغوه کړي.

یاد سازمان پرون سه‌شنبه په خپله ایکس‌پاڼه په‌دې اړه د یوناما د خپرې کړې خبرپاڼې په بیا خپرولو لیکلي: "دغه قانون په افغانستان کې د نارینه‌و په ګډون د ټولو خلکو پر بنسټیزو حقونو پراخ محدودیتونه لګوي."

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د طالبانو دا قانون غندلی او په‌دې اړه یې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي دي، دا قانون چې د ښځو غږ او بدن د ګناوو او فتنو سرچینه بولي، د ښځو په شخصیت برید او له ټولنې د ښځو په لرې کولو کې مرسته کوي.

وروسته له هغې چې طالبانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ دا قانون اعلان کړ، پر وړاندې یې ګڼو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، افغان ښځو او ان دیني عالمانو غبرګونونه وښودل او دا قانون یې وغانده.

طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره دغه قانون په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح او په رسمي جریده کې چاپ کړ.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر دې قانون د نړیوالو اندېښنې او غندنې "ګستاخي" بللې ده.

په‌همدې حال کې یو شمېر افغان مېرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې، د طالبانو د دغه ډول قیوداتو د پلې کېدو د مخنیوي په هدف فشارونه زیات کړي.

د کونړ ولایت اوسېدونکې زینب ازادي راډیو ته وویل: "نړیوال ډېر څه کولای شي چې پر دوی (طالبانو) فشارونه وارد کړي او زموږ حقونه بېرته موږ ته راکړي، زموږ څېرې او غږ عورت نه‌دي او دا نه په قرآن‌کريم، نه په سنتو او نه په کوم کتاب کې راغلي دي."

"موږ له ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې، د سیمې او نړیوالو هېوادونو غواړو چې دغه رژیم دې ځواب ویلو ته اړ کړي
رقيه ساعي

له افغانستانه جرمني ته یوه تازه کډواله شوې او د معترضو مېرمنو د ډلې غړې رقیې ساعي ازادي راډيو ته وویل: "موږ له ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې، د سیمې او نړیوالو هېوادونو غواړو چې دغه رژیم دې ځواب ویلو ته اړ کړي، تحریم دې یې کړي، له دوی غواړو چې د دې رژیم مشران دې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د سرغړونکو په توګه په تور نړیوال لېست کې شامل کړي."

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون چې ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د روانې اګست په ۲۱مه اعلان کړ.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

د دې قانون د ۱۳مې مادې په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ اواز قرأت وکړي.