پنټاګون: داعش سره مبارزه کې طالبان د امريکا د نړيوال ايتلاف برخه نه‌ده

ارشيف

د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" وايي، طالبان د داعش د ماتلو لپاره د امریکا د نړیوال ایتلاف برخه نه‌دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ د پنج‌شنبې په ورځ د "اګسټ ۲۲مه" ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل، متحده‌ایالات د داعش د ماتولو لپاره نړیوال ایتلاف لري.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالب چارواکي په افغانستان کې د داعش د له‌منځه وړلو ادعا کوي او دا چې ایا طالبان د داعش پر ضد جګړه کې له پنټاګون او یا د امریکا د حکومت همکار دي؟ وویل: "د امریکا متحده‌ایالات د داعش د ماتې لپاره یو نړیوال ايتلاف لري، طالبان د دغه ايتلاف غړي نه‌دي. د امریکا متحده‌ایالتونه له خپلو همفکرو شریکانو او متحدانو سره همکاري کوي، څو د داعش له ماتې ډاډ ترلاسه کړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاټریک رایډر وویل، که چېرته د اسلامي دولت ډلې "داعش" د خراسان ولایت څانګې له‌خوا په نژدې کې د امریکا او ګټو پر وړاندې یې ګواښونه ولیدل شي، نو هېواد به پر دغې ډله برید وکړي.

ښاغلي رایډر په خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې په‌دې اړه وویل، دوی به په داشان حالاتو کې د پوځي اقدام سربېره د مناسبو اقداماتو حق ځانته خوندي ګڼي.

د امريکا د دفاع وزارت ودانۍ

یو شمېر پوځي او سیاسي شنونکي وايي، طالبانو له ترهګرو ډلو سره د اړیکو او د دوحې د هوکړې د نه عملي کېدو له امله له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا پر وړاندې اعتبار له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری ادعا کوي، چې امریکا او یو شمېر نور لوېدیځ مذاکره کوونکي د دوحې له هوکړې وړاندې په‌دې باور وو چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د جګړې توان لري، خو د ده په خبره اوس معلومه شوه چې دغه تحلیل یې سم نه و.

اوسني حاکمان د داعش شبکې د پرمختګ او عملیاتي پلانونو مخه نه‌شي نیولای."
اجمل عمر شينواری

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل : "دوی ونه‌شوای کړای چې له وضعیت څخه دقیق تحلیل وړاندې کړي او د تروریستي ګواښونو په اړه ښه پوهاوی ولري، نو له همدې کبله مخته ولاړل او د دوحې هوکړه یې لاسلیک کړه او پلي کول یې پیل کړل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د تروریزم پر وړاندې د جمهوریت د مهال د متخصیصونو خبرې او تحلیلونه ومني او دې پایلې ته ورسیږي چې اوسني حاکمان د داعش شبکې د پرمختګ او عملیاتي پلانونو مخه نه‌شي نیولای."

خو د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر په‌دې باور دی چې له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره د طالبانو اړیکې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده‌ایالات پر طالبانو بې‌باوره کړي دي.

هغه په‌دې اړه وايي: "د درې کلونو په تېرېدو د امریکا متحده‌ایالات او شریکان یې ډاډمن شول چې طالبان په‌دې مبارزه کې رښتیني نه‌دي او هغه ژمنې یې چې له امریکایانو سره کړې وې ورته ژمن پاتې نه‌شول."

اسحاق اتمر

د دې ادعاو په اړه مو د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد څخه وپوښتل، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

وړاندې بیا د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د خراسان داعش څانګه ځپلې او له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه‌شته، هغه ادعاوې چې ظاهراً تر دې دمه د امریکا متحده‌ایالتونو او لوېدیځو هېوادونو پرې قناعت نه‌دی کړی.

وروسته له هغې چې د داعش خراسان څانګې د مارچ د میاشتې په ۲۲مه په مسکو کې د کنسرت پر یو سالون برید وکړ، چې له امله یې ۱۳۰ ننداره‌چيان ووژل شول، په سیمې او نړۍ کې د دغې ډلې د فعالیت په اړه د امریکايي او لوېدیځو چارواکو په لید لورو کې بدلون رامنځته شو.