د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش د بیا ودې په اړه خبرداری ورکړی

په کابل کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون سربېره پر دې چې په افغانستان کې یې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې د بیا ودې په اړه خبرداری ورکړی، خو د امریکا د ګټو پر وړاندې د دې ډلې ګواښ ژر پېښېدونکی نه بولي.

د پنټاګون ویاند جنرال پاتریک رایډر د سه‌شنبې په ورځ د اګست په ۲۰مه یوې خبرې ناستې ته وویل، د افغانستان په شان هېوادونو کې لیدل شوي چې داعش ډله بیا کولای شي په کې وده وکړي.

جنرال رایډر د دې پوښتنې په ځواب کې چې چې متحده‌ایالات له افغانستان له وتلو وروسته په تېرو درېیو کلونو تر کومه حده د داعش پر خراسان څانګې څار لري او په دې اړه د امریکا اقدامات تر کومه بریده دي؟ زیاته کړې چې که د امریکا یا ګټو پر وړاندې یې ګواښ ولیدل شي، دوی به یې پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

هغه وویل چې اوسمهال د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د عملياتو په اړه معلومات نه لري.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون

نوموړي زیاته کړه: "يقيناً که چېرې متحده‌ايالات د ځان اړوند قريب‌الوقوع ګواښونه وويني دا حق ځان ته ورکوي چې د بريدونو په ګډون لازم اقدامات تر سره کړي، خو اوس تاسو ته د اعلان لپاره څه نه لرو."

که څه هم داعش په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې داعش په دې هېواد کې ځپل شوی او سیمې او لوېدیځ ته ګواښ نه دی.

تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه‌شنبې په ورځ ويلي، که پآکستاني اړخ ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش پټنځایونه له منځه یووړل شي، د داعش ګواښ به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

په همدې حال کې د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت ازادي راډیو ته وویل، غوره ده چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.

حکمت وویل: "امريکا په ګډه له دوى (طالبانو) سره د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي څو مبارزه يې نتيجه ورکړي او خلک هم باور پيدا کړي چې چې امريکايان په رښتيا د داعش پر وړاندې مبارزه کوي."

د سیاسي چارو بل پوه طارق فرهادي بيا وايي چې د امریکا ټاکنې نږدې دي، ځکه امریکا له ګواښونو د ځان ساتنه غواړي.

فرهادي وویل: که بى‌وزلي زیاته شي او افغانستان په رسمیت ونه پېژندل شي، نو دا ګواښ شته چې د داعش په څېر جنایتکارې ډلې به خلک وګوماري.

فرهادي وویل: "د اوس لپاره په افغانستان کې وضعیت ارام دی، خو که بى‌وزلي زیاته شي او افغانستان په رسمیت ونه پېژندل شي، نو دا ګواښ شته چې د داعش په څېر جنایتکارې ډلې به خلک وګوماري، موږ او نړۍ باید دې ته پام وکړو چې هېواد مو له داسې ناورین ته مخکې نه کړو."

که څه هم په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د وسله‌والو د موجودیت او ګواښ په اړه اندېښنې لا له وړاندې موجودې دي دا اندېښنې وروسته له هغې لا پسې زیاتې شوې چې دغه وسله‌والې ډلې په روسیه او ایران کې د خونړیو حملو مسوولیت ومانه.

له دغو پېښو لږ وروسته د روان کال په لومړیو کې د افغانستان پر هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه خپاره شول.

هغه مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان یوه سیمه‌ییز خصوصي تلوېزیون ته پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي ویلي وو چې دا الوتکې امريکا پورې اړه لري او دا يې د افغانستان له هوايى حريم څخه سرغړونه وبلله.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د داعش خراسان څانګه ښايي له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې له افغانستانه بهر پر امریکا او لوېدیځو ګټو برید وکړي.