د طالبانو مشر: ځوانان بايد پر اسلامي روحيه وروزل شي؛ د چارو کتونکي: طالبان د محدوديت لګولو په لټه کې دي

د طالبانو لوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

د طالبانو لوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ټولو ولایتونو والیانو ته سپارښتنه کړې چې په اسلامي روحیه سمبال ځوان نسل وروزي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون سه‌شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، مشر یې په کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه کې دا څرګندونې کړي.

د اعلامیې له‌مخې د طالبانو مشر والیانو ته سپارښتنه کړې چې هیچاته د دوی په ټکو په ولایتونو کې د غیر شرعي کړنو اجازه ورنه‌کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته کار وکړي او په اسلامي روحیه سمبال ځوان نسل وروزي.

د افغانستان د ځوانانو چارو پخوانی معین او د چارو کتونکی کمال سادات وایي، د طالبانو د مشر دا څرګندونې به پر ځوانانو نورو محدودیتونو ته زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي: "د امرباالمعروف له کړنو نه پخوا هم شکایتونه وو او شته دي. دوی عامو خلکو ته په عام محضر کې داسې سزاګانې ورکوي چې هغه د افغانستان د خلکو له کلتور او رواج سره سمې نه وي او د ځوانانو له غرور سره سمون نه خوري. د دوی د مشر دا څرګندونې به چې ولایتونو کې یې نور اختیارات هم ورکړي دي، فکر کوم د خلکو په کړنو به حلقه نوره هم تنګه کړي. شکایتونه به نور هم زیات شي."

کمال سادات

د ځوانانو د حقونو فعال سید احسان سادات وایي، په افغانستان کې لوستي ځوانان له بې‌کارۍ او ناوړه اقتصادي شرایطو رنځ وړي او په وینا یې نورو محدودیتونو سره هم مخامخیږي.

هغه وايي: "په افغانستان کې کافر، یهود، مشرک او نصارا نه‌شته، دغه ځوانان چې تاسو ګورئ، ټول مسلمان ځوانان دي. الله تعالی فرمایي چې دین کې سختي نه‌شته، له بده‌مرغه چې د امارت دا پالیسي غلطه ده. په ږیره باندې ځوانان ټکول کېږي، د جامو د اغوستلو په څرنګوالي وهل کېږي، کوم ځوان چې تاییدي د جهاد ونه‌لري، هغه ته دنده وظیفه نه‌شته، موږ څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو؟"

د طالبانو مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون سه‌شنبه د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

د امر بالمعروف د پلان او قوانینو مشر محب‌الله مخلص وویل، تېر یوه کال کې یې ۱۳ زره کسان د دوی په ټکو د (د بد اخلاقۍ) په تور نیولي چې له ۲۴ ساعتونو کمه موده کې بېرته خوشې شوي دي.

مخلص زیاته کړه چې، تېر کال کې یې د موسیقي ۲۱ زره وسیلې له‌منځه وړي، په لسګونو زره سي ډي ګانې یې ماتې کړي او زرګونه هغه کمپوټر کاران یې له کاره ګرځولي چې په خبره یې خلکو ته یې مبایلونو کې فلمونه اچول.

نوموړي وویل، له خپلو امنیتي لیکو یې ۲۸۵ کسان له‌دې کبله لرې کړي چې ږیرې يې نه درلودې.

په دې اړه نور: طالبانو د ږیرو نه پرېښودلو په تور له خپلو لیکو لسګونه کسان ایستلي

د امر بالمعروف دغه کړنې پر ځوانانو له محدودیتونو او په ځینو حالاتو کې د هغوی له وهلو ډبلو خالي نه‌دي.

دیني عالم مولانا عبدالصبور عباسي وایي، په اسلام کې جبر یا اکراه نه‌شته او په وینا یې دی او یوشمېر نور علماء د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ځینو تګ‌لارو سره موافق نه‌دي.

"د دوی خیال دا دی چې ټول شی په زور سمیږي، ټول علما او د اجتماعیاتو ماهرین دا وایي چې، کلتوري او ثقافتي تغیر په ټولنه کې وخت غواړي
مولانا عبدالصبور عباسي

ښاغلی عباسي وايي: "د دوی خیال دا دی چې ټول شی په زور سمیږي، ټول علما او د اجتماعیاتو ماهرین دا وایي چې، کلتوري او ثقافتي تغیر په ټولنه کې وخت غواړي، دا د لښتې په زور نه راځي. که یو څوک د قوت استعمال هم کوي، نو هغه لپاره هم شریعت ترجیحات قایم کړي دي. بله خبره دا ده چې شریعت د هر ناروا یا ناوړه کار لپاره سزا نه‌ده تعین کړې. دوی ته زموږ مشوره دا ده چې تاسو له مستحبو نه شروع مه کوئ، له عقیدې نه شروع وکړئ، عقیده کې هم د زور استعمال نه‌شته، زموږ په نظر دا کوم ترتیب چې دوی د بدي د مخنیوي لپاره پيل کړی، زموږ اتفاق ورسره نه‌شته دی."

د چارو کتونکي وایي، د طالبانو د لوی مشر نوې سپارښتنې به چې په اسلامي روحیه د ځوان نسل د روزلو خبره یې کړې، پر ځوانانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له‌خوا نوره کړۍ هم تنګه کړي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو ترڅنګ پر ځوانانو هم یوشمېر محدودیتونه لګولي او د امر بالمعروف کارکوونکي یې په ځینو مواردو کې په زور او تاوتریخوالي سره پر ځوانانو خپلې تګ‌لارې عملي کوي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو سره د ناوړه چلند په خاطر د بشري حقونو د نړیوالو او کورنیو ډلو تر پرله‌پسې نیوکو لاندې دی.