د طالبانو له ويرې د هېواد پرېښودل؛ د يو شمېر کډوالو د کورنۍ غړي پر ژور خفګان اخته شوي

يو شمېر افغان کډوال

یو شمېر هغه افغانان چې د کورنۍ غړي یې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شوي او وتلي وایي، له خپلو عزیزانو ليرې والي، په ژور خفګان اخته کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې دینا وایي، له هغه مهاله چې ورور یې له افغانستانه وتلی پلار او مور یې په ژور خفګان اخته شوي دي.

دینا چې وایي کونډه ده او یتمان لري، ادعا کوي چې ورور یې د تېر جمهوري حکومت د لویې څارنوالۍ کارکوونکی و او د دوی سرپرستې یې هم کوله، خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د ځینو کسانو له‌خوا وځورول شو، چې بیا د هېواد پرېښودو ته اړ شو.

نو له همدې امله خوارکیان په قاچاقي توګه وتښتېدل، اوس موږ ټول په ژور خفګان اخته یو."
دينا له افغانستانه د يو وتلي کډوال خور

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "ورور مې هغه مهال چې دوی راغلل او دفتر یې ترې ونیوه، رييسان او نور کارکوونکي یې تیت شول، ټول هره خوا ولاړل، هغوی خوارکیان هم د ځان له وېرې چې له ځورونو او ګواښونو سره مخ نه‌شي ولاړل، ځینې کارکوونکي یې دوی ځورولي هم و، نو له همدې امله خوارکیان په قاچاقي توګه وتښتېدل، اوس موږ ټول په ژور خفګان اخته یو."

د کابل ښار بله اوسېدونکې طاهره هم د خپل ورور د کډوالۍ د څرنګوالي کیسه کوي وایي، چې په ډېر کوچني عمر کډوالۍ ته اړ شوی.

دا وایي ټوله کورنۍ په ځانګړي ډول پلار او مور یې د ورور په اړه خورا اندېښمن دي.
هغې وويل: "هلته خو هغه ماشومان دی، ارامه روح او روان نه‌لري، د هغه روح او روان چې ارامه نه وي، نو معلومه ده چې زموږ د کورنۍ ټول غړي نا اراموي، د دې لپاره چې هغه خوشحاله وي موږ هره شپه ورته زنګ وهو روحیه ورکوو."

د افغان کډوالو يو انځور - ارشيف

بل‌خوا له افغانستانه بهر افغان کډوال هم وایي، له کورنیو لرې والي په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

پاکستان کې افغان کډوالې زحل ازادي راډیو ته وویل: "هره شپه مې خاوند درمل خوري، که یې ونه‌خوري، روحي رواني حالت یې بديږي، بل زما د خاوند مور او زما مور هم په افغانستان کې پاتې دي، ټول اولادونه هره خوا تیت شول، نو د دې حالاتو زغم او تر څنګ یې د اولادونو نشتوالی یې ډېرې ځوروي."

"هره شپه مې خاوند درمل خوري، که یې ونه‌خوري، روحي رواني حالت یې بديږي

یو شمېر روغتیا پالان هم په‌دې باور دي چې، دومداره تشویشونه په انسانانو کې د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د دوی په خبره، د هغو کسانو چې د کورنیو د غړو د لري والي له امله په لوړ فشار یا شکر ناروغیو اخته شوي، مراجعه یې زیاته شوې ده.

د داخلې ناروغیو متخصص ډاکتر حسیب ازادي راډیو ته وویل: "زوی یې کډوال شوی وي، نو په‌دې اړه شپه او ورځ خفګان کوي، چې مثلا د شپې یې څه خوړلي، د ورځې څه خوري، سهار او ماښام څنګه تېروي، چېرې به وي، پیسې به لري نه به یې لري، نو طبعا دا ټول موارد د دې لامل کېږي چې د انسان روحي حالت خراب شي او یوازینی لامل چې شکر او فشار ورسره لوړېږي، هغه تشویش او اندېښنې دي."

په دې اړه نور: په کوچنیو کښتیو کې له ۷۰۰ ډېر غیرقانوني کډوال بریتانیا ته ننوتي

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بېلابېلو هېوادونو ته د افغانانو قانوني او ناقانونه کډوالۍ یو ځل بیا زور اخیستی او دغه بهیر لا هم روان دی.

هغه کسان چې په‌دې موده کې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي په ځلونو یې ازادي راډیو سره خبرو کې ادعاوې کړي چې، کډوالۍ ته په خپله خوښه نه بلکې د ګواښونو له امله اړ ایستل شوي دي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ادعا کوي چې په افغانستان کې یې امنیت خوندی دی.

دوی وايي، مشر یې عمومي عفوه اعلان کړې ده.

خو د بشري حقونو د نړیوالو ادارو د راپورونو له‌مخې، طالبانو د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن نه‌دي پاتې شوي او د تېر نظام ډېری کسان، له کارکوونکو او پوځیانو یې نیولې تر معترضینو، د مدني ټولنې غړو، خبریالانو، د ښوونې او روزنې فعالانو او ان د بشري حقونو مدافعان بندیان، شکنجه او وهل ډبولي دي، ان په ځینو مواردو کې پر دوی د وژنو ادعاوې هم شوي دي.

هغه ادعا چې طالبانو لا نه‌ده منلې.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بې‌وزلي او اقتصادي کړکېچ او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه نور هغه لاملونه دي چې یو شمېر افغانان وايي له امله کډوالۍ ته اړېږي.