چمن کې يو ځل بيا پرلت پيل شو؛ خلک: که غوښتنې مو ونه‌ منل شي، پرلت ته دوام ورکوو

د چمن پرلتوال

نن سه‌شنبه د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په سیمه کې د ځایي اوسېدونکو او کاریګرو له‌خوا یو ځل بیا پرلت پیل شو.

پرلت کوونکي وایي، تر څو چې د پاکستان حکومت د چمن- سپین بولدک پر دروازه د تګ راتګ لپاره د افغاني تذکرو او پاکستاني شناختي کارډ منلو ژمنې نه وي عملي کړي، دوی به خپل پرلت ته دوام ورکړي.

د چمن پرلت یو ځايي مسوول او د لغړي اتحاديې مشر محمد ولي منډولي ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت د چمن- سپین بولدک پر دروازه د تګ راتګ لپاره د افغاني تذکرو او پاکستاني شناختي کارډ د منلو ژمنې نه‌دي عملي کړې.

هغه زیاته کړه چې دوی د شاوخوا ۲۰ ورځو انتظار وروسته یو ځل بیا پرلت پیل کړ او تر هغو به یې احتجاج دوام وکړي، تر څو چې د پاکستان حکومت د چمن- سپین بولدک پر دروازه د افغاني تذکرو او پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه نه وي ورکړي.

د چمن د پرلت‌والو يو انځور

منډولي وويل: "کومي مطالبې یا ژمني چې دوی زموږ د کسانو سره منلي وې، دوی پر هغه ژمنو ونه درېدل، ځکه پرلت د تېر په څېر بېرته پیل شو او تر هغه وخته به پرلت دوام کوي تر څو چې پر چمن- سپین بولدک تګ راتګ نه وي پیل شوی."

د چمن پرلت، چې شاوخوا یوولس میاشتې وړاندې د پاکستان د حکومت له‌خوا د چمن- سپین بولدک پر دروازه د پاسپورت او ویزې شرط سره د اعتراض په توګه پیل شوی و، د تېرې جولای په ۲۱مه نېټه د پاکستان د حکومت له‌خوا د افغاني تذکرو او پاکستاني شناختي کارډ د منلو له ژمنې سره پای ته ورسېد.

په دې اړه نور: پاکستان د چمن لار تر شاوخوا لسو میاشتو وروسته د خلکو پر مخ پرانیسته

د پرلت یو ګډونوال رحمت‌الله وایي، پاکستاني چارواکو له دوی سره خپله ژمنه عملي نه‌کړه او دوی به یو ځل بیا پرلت ته دوام ورکړي.

رحمت‌الله وويل: "دا سرکار، دا زورور هر وخت زموږ د مشرانو سره دوکه کړې زموږ د قوم سره یې دوکه کړې، زه د دې مشرانو سره په مذاکراتو کې وم ويل يې پاسپورت، هغو ول نه به وي، عنایت کاسي ته یې په قسم وعده ورکړه."

تېر ځل د چمن پرلت څو ځله د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي اوښتی و.

زموږ تګ راتګ را ایله کړئ، پر شناختي کارډ او تذکره تګ راتګ غواړو، بل یې پر هیڅ شي نه‌غواړو."
غوث‌الله، د پرلت‌والو مشر

د پاکستان حکومت د صادق اڅګزي او غوث‌الله په نومونو د پرلت مشران ونیول او زنداني یې کړل، چې وروسته د ځايي ګوندي مشرانو په هڅو خوشې شول.

د چمن پرلت ځایي مشر غوث‌الله د پرلت ګډونوالو ته وویل چې، دوی په سوله‌ییزه توګه د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د چمن- سپین بولدک پر دروازه د پاسپورت او ویزې شرط لیرې کړي.

غوث‌الله زیاته کړه: "دې زورور ته موږ خواست کوو، زارۍ ورته کوو چې زموږ سره پر لار ولاړ شئ، زموږ تګ راتګ را ایله کړئ، پر شناختي کارډ او تذکره تګ راتګ غواړو، بل یې پر هیڅ شي نه‌غواړو."

د پاکستان حکومت د چمن پرلت د بیا پیل او د پرلت‌والو د غوښتونو په اړه کومه تازه رسمي تبصره نه‌ده کړې.

دا په‌داسي حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په تورخم کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو موټرو لپاره د موقتي اسنادو د لرلو په عکس العمل کې سوداګرو او موټر چلونکو احتجاجي پرلت کړی و.