طالبان: په ننګرهار کې پاکستان بمباري نه ده کړې، خو یوه الوتکه یې لیدل شوې

پاکستانۍ جېټ الوتکې

په ننګرهار ولایت کې ځايي طالب چارواکي د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د بمبار په اړه راپورونه ردوي، خو د کوم سند له وړاندې کولو پرته ادعا کوي چې یوه پاکستانۍ الوتکه د افغانستان هوایي حریم کې لیدل شوې ده.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي پرون شنبه ماښام د پاکستان له لوري د هوایي بمباریو راپورونه ردوي، خو پرته له دې چې کوم سند وړاندې کړي، ادعا کوي چې یوې پاکستانۍ الوتکه د افغانستان هوايي فضا ته رااوښتې ده.

د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ ولسوال اجمل شګیوال ازادي راډیو ته وویل: "دا راپور دروغ دی، خو (پرون) ماښام نه وروسته زمونږ د مومندرې ولسوالې امنیتي مسوولینو پخوانیو زړو باروتو ته چاودنه ورکړې وه چې هغه نه خلکو تبلیغات جوړ کړي، خو ماخستن ناوخته کې یوه پاکستانۍ طیاره راوښتې ده، البته نه کوم بمبار شوی نه هم تلفات اوښتي."

نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل.

ننګرهار کې ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس احسان‌الله ساجد هم ازادي راډیو د مومندرې ولسوالۍ د امنیې قوماندان له قوله راستولو معلومات کې ویلي چې دا باروت د تېر حکومت پر مهال د طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شوي وو چې د انتقال وړ نه و او دوی چاودنه ورکړې ده.

دا په داسې حال ده چې یو شمېر کورنیو رسنیو بیا خبر ورکړی چې د شنبې په شپه شاوخوا اته بجې پاکستاني جېټ الوتکو د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول سيمه کې بمبار کړی دی.

پاکستانۍ جېټ الوتکې

په خبر کې راغلي، دغه شان تر ډيورنډ کرښې هاخوا د افغانستان په خاوره کې د کونړ ولايت پر فضا هم دوه پاکستاني جېټ الوتکې د ګزمې پر مهال ليدل شوي دي.

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم د ازادي راډیو سیمه‌ییز خبریال ته د نوم او غږ د نه نشرولو په شرط ویلي چې بېګاه شپه د جېټ الوتکو د الوتنو شاهدان وو.

خو د پاکستان حکومت یا هم چارواکو یې د دغه ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د روان ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې ښایي ځواکونه یې د افغانستان د خاورې دننه پوځي عملیات وکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف

خواجه اصف له امریکا غږ اردو سره په مرکه کې دا هم ویلي وو، که په عزم استحکام عملیاتو کې ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړه به په افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر ضد عملیات وشي.

پاکستان د جون په ۲۲مه د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

دوی دې عملیاتو ځای خیبرپښتونخوا او بلوچستان یاد کړی وه.

پاکستانی اړخ تل د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" د ځپنې خبره کوي وایي چې دا پوځي عملیات هم په همدې دلیل ترسره کوي.

خو هم د طالبانو حکومت او هم د "ټي‌ټي‌پي" ویاند محمد خراساني ازادي راډیو سره څو ورځې مخکې په افغانستان کې د دې ډلې حضور رد کړی و.

د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال غړي

که څه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د خپلو سیمه‌ییزو چارواکو د تازه څرګندنو په اړه اړه څه نه دي ویلي، خو دا چې پاکستاني جنګي الوتکو د مارچ په میاشت کې په خوست او پکتیکا کې بمبارۍ وکړې، هغه مهال طالبانو دا حملې وغندلې او ویې ویل چې شپږ تنه ملکیان په پکتیکا او دوه تنه په خوست کې د دغو بریدونو له امله وژل شوي دي.