سيګار: افغانستان سره د ملګروملتونو مرستو طالبانو ته هم ګټه رسولې

افغانسان بانک ته د نړیوالو د مرسته شویو پیسو د سپارلو له مراسمو یو انځور.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي، چې افغانستان ته د ملګروملتونو مرستو د دې هېواد اقتصاد ته ثبات بښلی، خو په ټکو یې، طالبانو ته یې هم ګټه رسولې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار، راپور ورکړی چې په‌دې هېواد کې واکمن طالبان د ملګروملتونو له بشرې مرستو ګټه پورته کوي.

سیګار په خپل ۳۹ مخیزه راپور کې چې پرون ناوخته یې خپور کړی ویلي، د ملګروملتونو مرستو که څه هم د افغانستان اقتصاد باثباته ساتلی خو ویلي، چې طالبانو ته یې هم ګټه رسولې ده.

د سیګار موندني ښيي چې افغانستان ته د امریکایي اسعارو لېږد طالبانو ته غیر مستقیمه ګټه رسولې، ځکه د راپور په ټکو د بشري پروګرامونو سره تړلي لګښتونو څخه مالیې او نور فیسونه، هغوی ته عواید برابروي.

سیګار ویلي، طالبان د دوی تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له‌خوا د اسعارو د تبادلې فیسونو څخه ګټه اخلي، کوم چې د مرستندویه ادارو له‌خوا له افغاني بانک‌نوټونو سره د امریکایي ډالرو د تبادلې په پایله کې یې ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي چې، طالبان دغه شان د مرستندویه ادارو او د هغوی له سیمه‌ییزو کارکوونکو څخه د مالیاتو راټولولو له لارې عواید ترلاسه کوي.

ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلې د نړیوالې ټولنې د مرسته شویو پیسو یو انځور

د راپور په ټکو د طالبانو حکومت دې زیات شویو عوایدو او د افغاني بانک‌نوټونو د ثبات زیاتوالي د طالبانو د امنیتي لومړیتوبونو د تمویل وړتیا لوړه کړې ده.

د اقتصادي چارو پوه او د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي مخکېنی استاد بشیر دودیال وايي، دا حتمي ده چې یو هېواد ته بهرنۍ مرستې رسیږي، د دغه هېواد واکمنان به اقتصادي ګټه ترې ترلاسه کوي.

نوموړی وايي: "دا هیڅ امکان نه‌لري چې له‌دې پیسو طالبان یا اوسنی حاکمیت بې‌برخې شي، ځکه دا پیسې ټولنې ته ځي او په ټولنه کې طالبان حاکمان دي او په هر ډول له‌دې پیسو ګټه اخیستلای شي، خپل کسان هم په‌کې استخدامولای شي، د مالیاتو په نوم یې هم اخیستلای شي، ځینو کارونو او پروژو ته په خوښه شرایط ورته ټاکلی شي، دا د اقتصاد ځانګړتیاوې دي، دا چې پیسې ورځي نو خامخا حاکمیت ترې برخمن کېږي."

"له شک پرته چې نړیوالې مرستې لامل شوې چې د افغانستان اقتصاد له ماتېدو وژغورل شي

بل اقتصاد پوه عبدالنصیر رشتیا هم ازادي راډيو ته وویل: "له شک پرته چې نړیوالې مرستې لامل شوې چې د افغانستان اقتصاد له ماتېدو وژغورل شي، ځکه د افغانستان اقتصاد تر ډېره په بهرنیو مرستو متکي دي او دا چې له‌دې پیسو طالبان څنګه ګټه اخلي نو معلومه ده چې حکومت له خلکو جوړ دی او اوس طالبان په افغانستان کې واکمنان دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې ۲۰۲۱ کال په اکسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو سره سم د دې هېواد اقتصاد هم سقوط وکړ او یو بشري بحران رامنځته شو، خو په افغانستان کې د امریکا په مرستو د څار ادارې سیګار په راپور کې راغلي دي چې دغه بحرانونو سره د تړلو ستونزو د حل لپاره، ملګروملتونو د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې افغانستان ته درې عشاریه اته ملیارده ډالره لېږدولي او ویشلي دي.

په دې اړه نور: مک‌کال: د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو جیبونو ته ځي

سیګار ویلي، که څه هم افغانستان ته د امریکایي اسعارو لېږد افغانانو ته ګڼې ګټې رسولي، خو دا مهمه ده چې کانګرس په‌دې غور وکړي چې دا پیسې طالبانو ته هم د پام وړ ګټه رسوي او د دې مطابق دې یې په وړاندې اقدام وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سیګار د نوي راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو سیګار تر دې وړاندې هم له بهرنیو مرستو نه د طالبانو په ګټې اخیستنې اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې طالبانو د امریکا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د بشري ادارو د جوړولو په ګډون ګڼ تاکتیکونه کارولي دي.

د طالبانو حکومت د یاد راپور په اړه هم غبرګون نه و ښودلی، خو مخکې یې بیا ویاند په هر ډول مرستو کې خپله لاس‌وهنه رد کړې وه.

داسې ادعاګانې هم موجودي دي چې طالبان د بهرنیو بشري مرستو په وېش کې مستقمه لاس‌وهنه کوي او تر ډېره دغه مرستې هغه کسانو ته رسیږي چې له طالبانو سره اړیکې ولري هغه ادعا چې طالبانو تر دې وړاندې رد کړې ده.