د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د ځمکې پر سر د نښتې دوام؛ تر دې دمه ۱۴ کسان وژل شوي

خيبرپښتونخوا کې د پاکستان د پوځيانو يو انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

په سیمه کې د ازادي راډيو د مشال برخې خبریال طارق اورکزی وايي، د کورمې په بوشهره سیمه کې د مدګي او ملي‌خېلو کلیو ترمنځ د ځمکې پر سر پیل شوې لانجه د بالش‌خېلو، خوار کلي، سدې، سنګینې، غوز ګړۍ، کونج علیزیو، سپینې شګې او پیواړ تر سیمو رسېدلې ده.

معلومه نه‌ده چې دا نښته چا پیل کړې، خو د سیمې د خلکو په خبره، د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر له لانجې راپورته شوې ده.

د ملي‌خېلو کلي اوسېدنکي حشمت علي د جولای په ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي و: "په بوشهره کې د یوې جرګې پر مهال د ۷۰ جریبه انتقالي ځمکې د لانجې د هوارۍ پر مهال ډزې وشوې، چې له کبله يې نښته رامنځته شوه."

د پاړه چنار د روغتون مشر میر حسن‌جان پرون شنبه د (جولای ۲۷مه) مشال راډیو ته ویلي، تراوسه په‌دې نښته کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د حسن‌جان په خبره، د دې احتمال شته چې مرګ‌ژوبله لوړه شي.

"موبایل او انټرنیټ کار نه‌کوي، دفترونه او بازارونه بند دي
طارق اورکزی

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال طارق اورکزی وايي، سیمې ته له هنګو د مشرانو یوه جرګه د جولای په ۲۵ مه ورغلې وه، چې د دواوو خواو ترمنځ سوله وکړي، خو په خبره يې د دې مشرانو هڅې تراوسه ناکامې دي.

د اورکزي په خبره، دې څلور ورځنۍ جګړې د کورمې اوسېدنکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی وايي: "موبایل او انټرنیټ کار نه‌کوي، دفترونه او بازارونه بند دي، په کورونو کې د خوارک، څښاک او نورو ضروتونو کمی راغلی دی او خلک د دې جګړې له کبله ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي."

په بوشهره کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د ځمکې پر سر شخړې رامنځته شوې وې.

په‌دې سیمه کې د شعیه او سني وګړو ګډ مېشت او د ځمکو پر سر لانجې اکثرا په فرقه‌ییزو تاواتریخوالي اوړي.

په ۲۰۰۷ کال د کورمې په بوشهره کې د شعیه او سنیانو ترمنځ په نښته کې په لسهاو کسان مړه او ټپیان شوي وو.

د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت تراوسه د کورمې د جګړي په اړه رسما څه نه‌دي ویلي.

بل پلو، په پېښور کې د زده‌کوونکو یو سازمان په کورمه کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.

"زموږ د سیمې خلک امن غواړي خو معلومه نه‌ده چې دا جنګونه څوک جوړوي

د دې سازمان مشر حسن‌رضا پرون شنبې د (جولای۲۷مه) مشال راډیو ته وویل، یو شمېر هغه ځوانان چې په پېښور کې يې زده‌کړې کولې، په کورمه کې د جګړې له کبله خپلو کورونو او سیمو ته نه‌شي ستنېدلی.

هغه وويل: "زموږ د سیمې خلک امن غواړي خو معلومه نه‌ده چې دا جنګونه څوک جوړوي، د جګړې له کبله ټولې لارې بندې دي او هغه کسان چې پېښور ته راغلي وو، دلته په هوټلونو کې اوسیږي او پیسې يې خلاصي شوې او بند پاتي دي، حکومت دې یا لارې خلاصې کړي یا دې د هیلي‌کاپټرو یا نورو لارو د خلکو ستونزې حل کړي."

په ۲۰۰۷ کال د کورمې په بوشهره کې د شعیه او سنیانو ترمنځ په نښته کې په لسهاو کسان مړه او ټپیان شوي وو.

دغو دواړو خواو په ۲۰۰۸ کال په مري کې یو توافق لاسلیک کړی و، چې په‌کې ویل شوي و، په کورمه کې به د ځمکې هر لانجه د جرګو له لارې حل کېږي.